په بنګله دیش کې یو روغتون ماشومانو ته د انساني شیدو د توزیع کولو پروگرام وروسته له هغې وځنډوه چې د دغه هیواد مذهبي رهبرانو د دغه کار سره کلک مخالفت وښود او دغه کار یې د اسلامي قوانینو خلاف وګڼلو.
د دغه پروگرام اصلي موخه د هغو ۵۰۰۰ یتیمانو او نورو ماشومانو تغذیه ده چې میندې یې د ورځې لخوا په کار بوختې وي.
بنګله دیش یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په کې د مور د شیدو د کموالي له کبله د ماشومانو تر منځ د سو تغذي کچه ډیره لوړه ده.
سره له دې هم د مسلمانانو مشرتابه د شیدو د بانک په اړه کوم نظر نه دی ورکړی، خو د دغه پروگرام پر ضد وړاندې شوی دلیل د هغو ماشومانو تر منځ د نکاح حرامیدل دي چې د یوې مور شیدې یې څښلي وي.
په بنګله دیش کې د یو اسلامي حزب ویاند، غازي عطاالرحمن وایي چې”په دې ډول باید د دوي ترمنځ ودونه هم غیر قانوني وي. “
همداراز یو بل اسلام پاله بنګله دیشي، احمد عبدالقیوم ویلي چې شریعت د شیدو د بانک د جوړولو اجازه نه ورکوي