د لاس رسي وړ اتصالات

د هند جسپریت بومرا د ټیسټ کرکټ ترټولو غوره توپ اچوونکی شو


د هند لوبغاړی جسپریت بومرا
د هند لوبغاړی جسپریت بومرا

د هند تېز توپ اچوونکی جسپریت بومرا د چهارشنبې په ورځ فبروري اوومه (سلواغې ۱۸) د کرکټ نړیوالو ټیسټ لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

دا لومړی ځل دی چې یو هندی لوبغاړی دغه مقام ته رسیږي.

دغه ۳۰ کلن لوبغاړي تېره اوونۍ د انګلنډ پر وړاندې د نهو ویکټو په اخیستلو سره، د سیریز په مساوي کولو کې مهم رول ولوباوه.

بومرا په نړیواله درجه بندۍ کې درې درجې پرمختګ کړی، له بل هندي توپ اچوونکي راوي چندران اشوین څخه وړاندې شوی او لومړی مقام یې ګټلی دی.

په دغه درجه بندي کې سپین (ورو) توپ اچونکی اشوین دریم مقام ته راټیټ شوی دی. د جنوبي افریقا تیز بالر کګیسو ربادا دوهم مقام لري.

له بومرا مخکې، یوازې درې هندي توپ اچوونکي توانیدلي چې د ټیسټ درجه بندۍ په سر کې ځای ومومي. په هغوی کې اشوین، رویندرا جدیجا، او افسانوي کیڼ لاسی سپنر بشن سینګ بیدي شامل دي. بیدي تیر کال مړ شو.

د هند تیز بالر کپیل دیو د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۰ کلونو ترمنځ د لنډې مودې دپاره د ټیسټ توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې دوهم مقام درلود.

کیڼ لاسی بالر ظهیر خان د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر نه تر نومبر پورې په دریم نمبر وو.

د ټیسټ لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې هندی پرانیستونکی توپ وهونکی یاشاسوي جیسوال د انګلنډ په وړاندې د خپلو دوو سلیزو په مټ شاوخوا ۳۷ درجې پرمختګ وکړ او ۲۹م مقام ته ورسید.

د ټیسټ د غوره توپ وهونکو د لیست په سر کې د نیوزیلنډ کپتان کین ویلیمسن ځای لري. هغه د چهارشنبې په ورځ د جنوبي افریقا په خلاف، د غبرګو سلیزو په مرسته خپله لوبډله بریا ته ورسوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG