د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مسلمانان وايي د برما د مسلمانانو زورنه دي بنده شي


د نړۍ د بیلا بیلو برخو نه اسلامي ډلي د برما په حکومت باندې فشار اچوي چې د روهنګیا د مسلماناو زورونه او د هغوي پر ضد د بشري حقونو سرغړاونه دې بنده کړي.

روهینګیا مسلمانان چې د برما د رکیني په لویدیځ ایالت کې میشت دي، په تخنیکي لحاظ یوه بې هیواده ډله ده چې د زیاتې مودې راپدیخوا د اسلامي نړۍ لپاره د دغو مسلمانو د ژوند بوږنونکې وضع د اندیښنې وړ موضوع ده. روهینګیا مسلمانانو تل په سیمې کې د رکیني د قوم چې د بودایي مذهب پیروان دي، ستونزې درلودې خو د تازه شخړو له وجې دغو ستونزو دومره زور واخیسته چې په جګړو بدلې شوې او له همدې وجه لس ګونه خلک ووژل شول او په زرګونه نور دیته مجبوره شول چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

د عفوې نړیوالې مؤسسې او د بشري حقونو ادارې وایي چې د روهینګیا مسلمانانو په خلاف تشدد او تشدد ته د حکومت لخوا لمن وهل کیږي ځکه چې په برما کې د قومي اقلیتونو سره بدیه رویه اوږده سابقه لري.

ایران او یو شمیر نورو هیوادونو بیا ویلي دي چې په برما کې د روهینګیا مسلمانانو ډله ایزه وژنه مذهبي بڼه لري. څارونکي وایي چې یو شمیر هیوادونه بیا ددې جګړه داسې عکسونه خپروي چې واقعیت نلري.

یو شمیر سخت دریزه اسلامي ډلو هم د روهینګیا د مسلمانانو په ملاتړ څرګندونې کړیدي. د پاکستاني طالبانو تحریک د پنجشنبې په ورځ ورکړ چې د روهینګیا مسلمانانو د بدل د اخیستو لپاره به د برما په اهدافو باندې بریدونه وکړي.

د نړیوال بحران د ډلې یوه غړي جیم ډیلا ګایکوما امریکا ته ویلي دي که چیرته د اسلامي هیوادونو او ډلو لخوا د برما په حکومت باندې فشارونه زور واخلي نو دا حکومت به مجبوره شي چې د روهینګیا مسلمانو ته ډیر حقوق ورکړل شي خو تر څنګ یې دا هم وایي چې د حکومت د دې اقدام په خاطر به ستونزه نور هم پسې خرابه شي." ملت پاله برمایان د دې موضوع په اړه ډیر حساس دي چې دا پخپله یوه غټه ستونزه ده. که چیرته د بهرنیو ډلو لخوا ددې موضوع په خاطر فشارونه زیات شي نو د برمایانو ملت پالنه به نوره هم راوپاریږي او ښکاره خبره ده چې دا کار د ستونزې په حل کې مرسته نشي کولی. "

په برما کې یو پخوانی سیاسي بندي چې اوس په تایلند کې د روهینګیا د مسلمانانو د ټولنې سره کار کوي، وایي چې د برما په اهدافو باندې د طالبانو په شان اسلامي ډلو لخنوا برید ته پکار ده چې په جدي سترګه ونه کتل شي او تر څنګ یې دا هم وایي چې دا ډول کارونه د هغوي د ډلې د اساساتو سره توپیر لري.

په عین حال کې د روهینګیا د مسلمانو په اړه یوه تحقیق کوونکې کرس لیوا وایي چې د بهرنیو هیوادونو او ډلو د خبرداریو او فشارونو له وجې د برما پوځ د روهینګیا مسلمانانو د مشرانو په نیولو لاس پورې کړیدی. میرمن لیوا وایي چې د پاکستاني طالبانو د خبرداري نه وروسته د برما پوځ د روهینګیا مسلمانانو 38 تنه مذهبي مشران نیولي دي. " داسې ښکاري چې د همدغو خبرداریو له وجې د برما پوځ د مونګډاو او بوتیاډانګ په سیمو کې چې د بنګلادیش سره سرحد لري، څو تنه دیني عالمان او امامان نیولي دي. حکومت دا کار پدې خاطر کړیدی چې د روژې په میاشت کې د هغوي د مظاهرو مخه ونیسي. "

رپوټ وایي چې د روهینګیا مسلمانانو په خلاف د برما د پوځ زورزیاتی یوازې د مذهبي بڼه نلري بلکه دغه هیواد تل دا کوښښ کوي چې د قوم په لحاظ د اقلیتونه وځپي. روهینګیا مسلمانان د برما د نور ولس سره په څیرو کې هم فرق لري او هم یې دین اسلام دی پداسې حال کې چې د برما اکثریت خلک بیا د بودایي مذهب پیروان دي.

XS
SM
MD
LG