د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو مجلس د کرکې ضد پریکړه لیک تصویب کړ


د امریکا د کانگرس د استازو مجلس یو پریکړه لیک تصویب کړی دی چې "د یهودانو سره دښمني، د اسلام نه ویره او د نورو اقلیتونو پر وړاندې کرکه درلودل" محکوموي.

دغه پریکړه لیک د منیوسټا ایالت د دیموکراتې استازې ایلهان عمر له څرگندونو وروسته تصویب شوه چې خبرې یې د یهودانو سره دښمني گڼل شوې وې، خو وروسته یې د خپلو څرگندونو په خاطر بخښنه وغوښتله.

د کانگرس د استازو مجلس رئیسې نانسي پلوسي ددغه پریکړه لیک د تصویب پر وخت وویل دا اقدام یواځې د ایلهان عمر د څرگندونو په اړه ندی بلکه د "کرکې خپرولو" نه زیږنده ټول مشکلات په کې شامل دي.

ټاکل شوی وه چې دغه پریکړه لیک په پیل کې یواځې د یهودانو سره ضدیت محکوم کړي، خو د میرمن پلوسي او یو شمیر نورو دموکراتانو په ټینگار سره د "اسلام نه د ویرې درلودلو" په گډون پراخ موارد په کې ورزیات شول.

پدغه پریکړه لیک کې د لاتینې امریکا خلکو او د سپین پوستانو د چلند اړوند مسایلو ته چې د سیاسي اهدافو لپاره کارول کیږي هم اشاره شوې ده.

دغه پریکړه لیک چې په ۴۰۷ موافقو رائیو او ٢٣ مخالفو رائیو تصویب شو، اوه پاڼې سند دی چې په امریکا کې د یهودانو او مسلمانانو پر ضد وروستي بریدونه هم په کې ځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG