د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ کالیفورنیا کې له خلکو غوښتل شوي له کورونو ونه وځي


د امریکا د متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۹ (مرغومي ۹) ددې ایالت د دوو عمده سیمو له اوسیدونکو وغوښتل چې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر له خپلو کورونو ونه وځي.

د کالیفورنیا والي ګوین نیوزوم د دوشنبې په ورځ وویل په کور کې د پاته کیدو مقررات چې درې اونۍ مخکې د مرکزي «سان جکوین والې» او په جنوبي کالیفورنیا کې نافذ شوي وو نور هم غځول کیږي.

د کروناویروس د مخنیوي لپاره دغه کار پداسې حال کې کیږي چې پدغو سیمو کې روغتونونه یا ډک شوي او یا هم د ډکیدو په حال کې دي.

د کالیفورنیا د سان جکویل والې سیمه ددې ایالت د کرڼې د سکتور یوه عمده سیمه ده او په جنوبي کالیفورنیا کې دوه عمده ښارونه لاس انجلس او سان ډیاګو شامل دي.

کالیفورنیا ایالت د امریکا د متحده ایالاتو د کروناویروس په مرکز بدل شوی. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې پدې ایالت کې تر اوسه ۲۱۹۲۶۹۴ کسان په کروناویروس اخته شوي او ددې جملې نه ۲۴۴۱۹ کسان مړه شوي دي.

ددې ایالت والي نیوسوم خبرداری ورکړی چې کیدای شي پدغه ایالت حالات نور هم خراب شي، ځکه په وینا یې خلک د روغتیایي مقاماتو لارښونو ته پاملرنه نده کړې او د کرسمس او نوي کال د رخصتیو په ترڅ کې یې د سفر نه کولو خبرداری له پامه غورځولی دی.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې د کرسمس وروسته د یکشنبې په ورځ ۱.۳ میلیون کسان د امریکا د هوايي ډګرونو له لارې سفر کړی دی چې دا په څه د پاسه تیرو نهه میاشتو کې تر ټولو ډېر شمېر کسان دي چې هوايي سفرونه کوي.

امریکا په نړۍ کې د کروناویروس مخکښ هیواد دی چې تر اوسه په کې ۱۹.۲ میلیون کسان په دې ویروس اخته شوي او څه دپاسه ۳۳۴۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې په نړۍ کې په کروناویرسو د اخته کسانو شمیر څه دپاسه ۸۱ میلیون کسانو ته رسیدلی او تر اوسه پدې وبا ۱.۷ میلیون کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې په امریکا کې د کروناویروس ضد واکسین تطبیق پیل شوی او په لومړي سر کې مسن افراد او روغتیايي کارکوونکي واکسین کیږي.

XS
SM
MD
LG