د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه کې د کروناویروس ضد واکسین پیل شو


د اروپایي ټولنې په غړو هېوادونو کې د یکشنبې په ورځ دسمبر ۲۷ (مرغومي ۷) په براخه توګه د کروناویروس ضد واکسین تطبیق پیل شو.

تر ټولود مخه به مسن کسان او روغتیایي کارکوونکي واکسین کیږي.

په اسپانیا کې، ۹۴ کلنه اراسیلي هیدالګو، لومړنۍ ښځه وه چې د کروناویروس ضد واکسین ورته وشو او په ایټالیا کې د یو روغتون ۲۹ کلنه روغتیایي کارکوونکې کلاودیا الیفرنیني لومړنی کس و چې د فایزر-بیوان تک شرکت واکسین ورته تطبیق شو.

ایټالیا، اسپانیا، فرانسه او بریتانیا هغه اروپایي هیوادونه دي چې د کروناویروس تر ټولو زیاتې پیښېپه کې شوې او ډېر کسان په کې مړه شوی.

اروپایي ټولنه چې شاوخوا ۴۵۰ میلیون نفوس لري د مختلفو شرکتونو سره یې د کروناویروس ضد دوه میلیارد ډوز واکسین د اخیستلو تړونونه لاس لیک کړي دي او ددغې وچې هیوادونه هدف ټاکلی چې د ۲۰۲۱ کال په ترڅ کې خپل ټول هغه هیوادوال واکسین کړي چې ددغه واکسین کول ورته ضروري دي.

سره له دې چې زیات شمیر اروپایي هیوادونه د نړۍ تر ټولو ښه روغتیایي سیستمونه لري، د کروناویروس ضد واکسین د پراخ کمپاین په دلیل یې د خپلو متقاعدو روغتیايي کارکوونکو څځه غوښتي چې د خپلو خلکو مرستې ته ورودانګي.

دا پداسې حال کې دي چې په اروپايي ټولنه کې د یو شمیر نظرپوښتنو په اساس زیات شمیر اوسیدونکي د کروناویروس ضد واکسین په کولو کې له تردید سره مخامخ دي. خو د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو مشران هڅه کوي چې خلک پدې قانع کړي چې د یو کال دمخه عادي ژوند ته د بیرته تګ لپاره تر ټولو ښه انتخاب واکسین کول دي.

د اروپایي کمیسیون مشرې اورسولا فن دیر لین، چې پدغه وچه کې د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق د پروګرام همغږي هم کوي په ټویټر کې لیکلي: "د یو سخت کال د پاڼې په اړولو مو پیل کړی دی. د واکسین تطبیق د [کروناویروس] د وبا څخه د وتلو لپاره یوه باثباته لار ده."

بریتانیا شاوخوا درې اونۍ مخکې او د امریکا متحده یاالاتو دوه اونۍ مخکې د کروناویروس ضد واکسین تطبیق کول پیل کړل، خو اروپایي ټولنې ددې لپاره چې ددې اتحادیې ټول غړي یو ډول او په برابره توګه واکسین ته لاسرسی ولري، په یو څه ځنډ سره یې د واکسین د سرتاسري کمپاین تطبیق پیل کړ.

خو ددې سره سره هنګری، سلواکیا او جرمني د اتحادیې د نورو هیوادونو څخه یوه ورځ مخکې د شنبې په ورځ د کروناویروس ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG