د لاس رسي وړ اتصالات

غني طالبانو ته: تر دې وروسته ملي پرېکړې دولت او افغان ولس کوي


ښاغلي غني په ارګ کې د «پوهنې اونۍ» په اړه پروګرام کې وینا وکړه
ښاغلي غني په ارګ کې د «پوهنې اونۍ» په اړه پروګرام کې وینا وکړه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته ملي تصامیم افغان حکومت او افغان ولس نیسي.

ښاغلي غني نن سې شنبه مۍ څلورمه (غوايي ۱۴) په ارګ کې د «پوهنې اونۍ» په اړه پروګرام کې وویل چې افغانان سوله غواړي او په خبره که بل څوک سوله نه غواړي افغان حکومت هرڅه ته چمتو دی.

ولسمشر غني په دې اړه طالبانو ته خطاب کې وویل: "خو دې باندې پوه شئ چې پس له دې نه اوس چې نړیوال ځواکونه وځي او له خیر سره ځي ملي تصامیم دولت او ولس د افغانستان نیسي، موږ د پرېکړو منبع یو او موږ پرېکړې کوو، دا ولس خیر غواړي روغه غواړي، سوله غواړو، خو که نور یې نه غواړي بیا امادګي هر شي ته لرو، اوس په ډير احترام عرض کوم چې دا مسئله د طالب او د افغان اسلامي جمهوریت نه ده، دا د ټول افغان ولس او طالبانو مسئله ده."

هغه زیاته کړه که وسله وال طالبان ځان افغان ګڼي باید انتخاب وکړي او په وینا یې که ځان افغان نه ګڼي بیا «یو او بل سره پوهیږو».

ولسمشر غني وویل که طالبان پر دې نازیږي چې د القاعده غړي دي او یا به داعش سره یو ځای شي په وینا یې بیا به یې په وړاندې ولس پرېکړه وکړي.

ښاغلي غني د ارغنداب وروستۍ جګړې او د لوګر ولایت چاودنې ته په اشاره وویل چې افغانستان دا مهال تر «وحشیانه» بریدونو لاندې دی.

هغه یو ځل بیا وویل چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې دوام ته پلمه نلري او ټینګار یې وکړ هر هغه څوک چې د بل چا نوکري کوي هغه دې له دې نوکري څخه ووزي.

ولسمشر همدارنګه زیاته کړه چې څوک د بل چا په امر افغانستان کې بربادي کوي په وینا یې افغان ولس یې به یې په وړاندې ودریږي.

نوموړی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تیرو څو ورځو راپدېخوا په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG