د لاس رسي وړ اتصالات

کمبوډیا کې یو سړي الوتکې ته ورته کور جوړ کړی


دا کور د خوب دوه کوټې او دوه تشنابونه لري او په جوړولو یې ۲۰ زره ډالر لګښت راغلی دی.
دا کور د خوب دوه کوټې او دوه تشنابونه لري او په جوړولو یې ۲۰ زره ډالر لګښت راغلی دی.

په کمبوډیا کې د الوتکو یو مینه وال ځانته داسې کور جوړ کړی چې خصوصي جیټ الوتکې ته ورته دی.

چراچ پیو ساختماني کارګر دی او تراوسه یې په الوتکه کې سفر ندی کړی، خو ددې کانکریټي "الوتکې" په جوړولو یې ۲۰ زره ډالر لګولي دي

دا کور د کمبوډیا د انګکور تاریخي معبد ته څېرمه د وریجو په پټیو کې جوړ شوی دی.

ددې کور ۴۳ کلن کمبوډیایي جوړوونکی، چې مېرمن یې مړه شوې او د خپلو درې ماشومانو سره اوسیږي، وايي د کور په جوړولو یې یو کال ولګېد او خپلې ټولې هغه پیسې یې پرې مصرف کړې چې په ۳۰ کلونو کې یې ګټلي وې.

هغه وویل: "له ماشومتوبه مې دا ارمان وو او ډیر خوشحاله یم چې دا ارمان مې پوره شو."

د وریجو په کرونده کې جوړ دا کور، شپږ متره لوړوالی لري، دوه د خوب کوټې او دوه تشنابونه پکې دي.

چراچ پیو له هغو خلکو یو ډالر فیس اخلي چې غواړي دا کور وګوري او عکس ورسره واخلي.

پیو هیله لري چې یوه ورځ وکولای شي په ریښتینې الوتکه کې سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG