د لاس رسي وړ اتصالات

پایلوبه؛ د نړۍ د فوټبال د ستوري مسي وروستی نړیوال جام 


لیونل مسي
لیونل مسي

د فوټبال د نړۍ مشهور ستوری لیونل مسي به هڅه کوي چې خپلې نړیوالې لوبې د نړیوال کپ په ګټلو پای ته ورسوي.

دا د فوټبال د دغه مشهور ستوري وروستی نړیوال جام دی.‌ لیونل میسي د ارجنټاین د فوټبال د ملي لوبډلې کپتان دی چې د نړیوال جام په پایلوبې کې نن یکشنبه ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۷) له فرانسې سره مخامخ دي.

دا پنځم ځل دی چې میسي په نړیوال جام کې لوبېږي. ارجنټاین په اول ځل د بل مشهور لوبغاړي دیګو مارادونا په مرسته په ۱۹۸۶کال کې د فوټبال نړیواله اتلولي ګټلې وه.

خو فرانسې په ۲۰۱۸ کال کې دا اتلولي وګټله او هڅه کوي چې خپله اتلولي هماغسې ژوندۍ وساتي.

پنځه دېرش (۳۵) کلن میسي تر دې دمه د فوټبال د غوره لوبغاړي په توګه پنځه ځلې طلايي توب ګټلی دی.

د فوټبال د نړیوال جام پایلوبه د دوحه د لوسیل په سټدیوم کې ده.

د فرانسې د ملي لوبډلې روزونکي‌ دیدیر دیشام ویلي دي چې ممکن ډېر خلک د ارجنټاین د بري هیله ولري، خو «موږ د خپل هدف ترلاسه کولو لپاره تر خپلې وسې» کار کوو.

د ارجنټاین د فوټبال د لوبډلې ګول ساتونکي ایمیلیانو مارتنز ویلي دي چې خلک به وایي چې فرانسه ښه لوبډله ده خو «موږ د نړۍ غوره لوبغاړی له ځان سره لرو».

په قطر کې د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې ۳۲ لوبډلو برخه لرله.

XS
SM
MD
LG