ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یوه ټویټ کې ادعا وکړله چې د فیدرالی حکومت تحقیقات چې د ٢٠١٦ کال د انتخاباتو په اړه کېږي، څو دده د انتخاباتو د چارواکیو اوروسېې ترمنځ اړیکې پېداکړي په بشپړه توگه له اساسی قانون سره مغایرت لري.
دولسمشر ډانلډ ټرمپ وکیلانو د جنوری په میاشت کې خاص مفتش ته یواږد لیک لیږلی و چی اوس خپور شویدی. په لیک کې لیکل شوي وو چی ولسمشر څوک دېته نشی اړکیدلی چې محکمې ته ېې را وغواړی او هغه دې ځواب ورکولو ته اړکړی شي. هغوی دا استدلال هم کړی و چی ولسمشر د ایف بي آی د پخواني مشر جیمز کومي په برطرف کولو کې چی د روسانو د احتمالي مداخلې په ا ړه ېې تحقیقات کول، کوم غېرقانونی کارندی کړی. ځکه چې ولسمشر نامحدود قدرت لري او دا ټول تحقیقات په ټپه درولی شی. او ځان هم عفو کولی شي.
قانونی ماهران وايی دولسمشر ټرمپ تازه ادعا گانې بې سابقې دي اوپه دې اړه به د اساسی قانون حدود له ا زمیښت سره مخامخ کړی. هغوی وايی داپه محکمی پورې اړه لري چی دې پوښتنو ته ځواب وايي.
په سپینه ماڼۍ کېد ولسمشر ډانلډ ټرمپ پنځه سوه ورځې پوره کېږی. په دې ترڅ کې هغه څو څو ځلې پخواني معمول معیارونه له نظره غورزولي دي. خو دې وروستۍ تبصرې چې ولسمشر خپل ځان بښلی شی په قانوني کړیو او سناتورانو کې تود بحث راپارولی دی. د جورج ټاون پوهنتون کې د قانون استاده، سوزن لوبلوک وايي:
".. زه فکر کوم دا احتمال نلری چی هغه خپل ځان بښلی شي. زه فکر کوم چې د محکمې ځواب به منفي وي. خو زه دافکر هم کوم چې که ولسمشر ځان وبښي نوزیاتره کانگریسونه به دهغه خلاف قانوني اقدامات وکړي.
د ولسمشر ډانلډ ټرمپ قانوني ډله اوس په دې نظرده چې ولسمشر دومره جامع واک اواختیارات لري چې کولی شي د خاص مفتش تحقیقات فسخ کړي او یا خپل ځان عفو کړي. د ولسمشر د قدرت په اړه دا نظر د یو باچا قدرت ته ورته ښکاري، نظر د یوه انتخاب شوي ولسمشر قدرت ته.
په همدی تړاو ددوشنبی په ورځ د سپینی ماڼۍ له ویاندې ساره هکبی سنډرز نه پوښتنه وشوله چی ایا ولسمشرپه دې باوردی چی له قانون نه پورته دی؟
ساره هکبي : یقینا ندی. ولسمشرکوم ناسم کار ندی کړی. خبریال : پوښتنه دانه وه چې ولسمشر کوم ناسم کار کړی دی که نه. بلکه داوه چې ایا ولسمشر په دې باورد ی چی د اساسی قانون لیکونکي په دې نظر ول چې ولسمشر خپل ځان عفو کولی شی ا و ولسمشر به له قانون نه پورته وي یعنی د قانون په اطاعت به مکلف نه وي؟.
د سپینی ماڼۍ ویاندې ساره هکبي سنډرز وویل: ".. یقینا اساسی قانون په څرگنده توگه توضیح کړی دی. یوځل بیاوایم چی ولسمشر کوم ناسم کارندی کړی او موږ په دې برخه کې ځان ډیر ارام احساسوو."
څرنگه چې ولسمشر ټویټ کړی وچی دی په بشپړه توگه حق لري چې ځان وبښي. نویوهخبریال له سناتر لنډزی گرام نه وپوښتل چېایا ولسمشر داصلاحیت لري چی ځان وبښي؟
د جنوبی کرولاینا جمهوری غوښتونکی سناتور لنډزي گرام ورته وویل: ".. زه نپوهېږم؛ خو زه فکر کوم دابه ډیره بده وي. خو د قانون له مخې زه نپوهېږم، مطلب داچی ډیر هوښیار خلک شته دي له هغو نه پوښتنه وکړه خو له سیاسی پلوه ډیره بده نظریه ده. په قانوني اړخ ېې نپوهېږم. "
د ولسمشر دا ادعا او دهغه د قانونی ډلې د تبصرو په وړاندې د کانگرس یوبل غړي د لویزیانا جمهوری غوښتونکی سناتور جان کنیدې داسی وویل: "..ما اساسی قانون له ا لف نه تر (ی) پورې لوستی دی. ما په دې اړه څېړنه نده کړې چې یوه داسی مسله به بالاخره د متحدو ایالاتو سترې محکمی ته ورسیږي.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ ددوشنبی په روځ یوبل ټوېټ کې داهم ولیکل چی دعدلیی وزارت له خوانه د خاص مفتش ټاکل په بشپړه توگه له اساسی قانون نه مخالف کاردی.
یوه دموکرات سناتور شیلډن وایټ هاوس وویل که چېرې ولسمشر په رېښتیا هم په دې باور نو هغه به دامسله تردې مخکې راپورته کړی وای.