د لاس رسي وړ اتصالات

د تروډو له انتقاد وروسته کاناډا له ایران سره د فوټبال لوبه لغوه کړه


په تصویر کې کاناډا له کواستاریکا سره لوبه کوي

د کاناډا د فوټبال ټولنې د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (مرغومي پنځمه) د دغه هېواد د صدر اعظم جستن تروډو له انتقاد وروسته له ایران سره د فوټبال لوبه لغوه کړه.

دا لوبه د جون د پنځمې نېټې لپاره د کاناډا د بریتش-کولمبیا د ونکوور په ښار کې پلان شوې وه.

د کاناډا د فوټبال ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ایران د کوربتوب مسئله اختلافي شوې او دا«لوبه لغوه شوه. سره له دې چې موږ د خپل غوره سیال په انتخاب کې د تصمیم نیونې په پروسې کې بهرني عوامل په پام کې نیولي وو، هڅه به وکړو چې د وړاندې تګ لپاره لا ښه کار وکړو».

دغې ټولنې ویلي دي چې د نړیوالو لوبو د کوربتوب په اړه به پوره ارزونه وکړي او د ټولو دخیلو غاړو مشورې به په پام کې ونیسي.

د کاناډا د فوټبال ټولنې د مۍ په ۱۲ اعلان وکړ چې له ایران سره په کاناډا کې د فوټبال لوبه کوي. دا لوبه د راتلونکي نړیوال جام سیالیو لپاره د کاناډا د چمتوالي لپاره پلان شوې وه. کاناډا له ۱۹۸۶ کال راپدیخوا د فوټبال په نړیوال جام کې برخه نه ده اخیستې.

خو د اسوشیتډپرس د راپور په اساس د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو په دغې پرېکړې انتقاد کړی و او ویلي وو: «دا د کاناډا د فوټبال [ټولنې] انتخاب دی. زه فکر کوم دا ښه نظر نه دی چې د ایران د فوټبال لوبدله کاناډا ته راوغواړو. د لوبې تنظیموونکي به په دې اړه وضاحت ورکړي.»

د صدراعظم تروډو انتقاد د ۲۰۲۰ د جون په اتمه نېټه د ایراني ځواکونو له لوري د اوکراین د یوې مسافر وړونکې الوتکې د وېشتلو له کبله و.

په دغې الوتکې کې ټول ۱۷۶ کسان ووژل شول چې د کاناډا د حکومت په وینا ۵۵ کاناډايي اتباع او ۳۰ تنه د کاناډا د دایمي اقامې اسناد لرونکي په کې وو.

په همدې حال کې د کاناډا لپاره د بریتانیا عالي کمېشنر رالف ګوډال د کاناډا له لوري د لوبې د لغوه کولو په پرېکړې انتقاد کړی. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي: «د کاناډا د فوټبال [ټولنې] دا پرېکړه د منلو نه ده. دا د دغې ټولنې ارزښت او وړتیا دواړه تر پوښتنې لاندې راولي.»

د کاناډا د فوټبال ټولنې ویلي دي هڅه به وکړي چې د سیالیو لپاره نوي سیالان پیدا کړي. کاناډا به د جون په نهمه په ونکوور کې د کوراساو د ټاپو له لوبډلې او د همدغې میاشتې په ۱۳ به له هاندوراس سره لوبې کوي.

کاناډا په قطر کې د را روان نړیوال جام په «اف» ګروپ کې ده چې د نومبر په ۲۳ به له بلجیم، په ۲۴ له کروشیا او د ډسمبر په لومړۍ نېټه د مراکش له لوبډلې سره سیالۍ کوي.

تر دې دمه د ایران د فوټبال فدراسیون د لوبې د لغوه کېدو له کبله د کاناډا د فوټبال د ټولنې د دغې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG