د لاس رسي وړ اتصالات

ظریف: د اوکراینۍ الوتکې د سقوط په اړه خلکو ته "درواغ" ویلي شوي و


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ومنله چې په تهران کې د اوکراین د یوې مسافر وړونکې الوتکې د غورځولو په اړه خلکو ته "درواغ" ویل شوي وو او اصلي معلومات نه وو ورکړل شوي.

ښاغلي ظریف د چهارشنبې په ورځ (جنوري ۱۵) په نوي ډیلي کې په یو نړیوال کنفرانس کې وویل چې دا الوتکه په یو بحراني حالت کې وېشتل شوې چې د هغه په خبره امریکا په کې ګرمه ده.

ښاغلی ظریف لمړنی لوړ پوړی ایرانی چارواکی دی چې د خپل حکومت هغه ادعا ردوي چې په کې د الوتکې دغورځیدو لامل تخنیکي ستونزه راپور شوې وه.

په دغې پېښې کې ۱۷۶ تنه ووژل شول چې ۱۳ یې افغانان وو. ایراني چارواکي وايي چې د اوو افغانانو مړي پېژندل شوي دي.

ښاغلي ظریف له هغه وروسته دا څرګندونې کړي چې ایراني چارواکو ومنله چې ایراني ځواکونو دا الوتکه وېشتلې ده. د ایران ولسمشر حسن روحاني ژمنه کړې ده چې په دغې پېښې کې ګرم کسان به نیول کیږي او په یوې ځانګړې محکمې کې به محاکمه کیږي.

د ایران د قضايي ځواک یو چارواکي ویلي دي چې په دې اړه یې وار دمخه ځينې کسان نیولي دي، خو د شمیر په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. په الوتکه کې د ایران، کاناډا او اوکراین وګړي سپاره وو. زرګونو کسانو په ایران کې دننه او له ایرانه بهر د دغې پېښې د غندلو لپاره مظاهرې وکړې.

XS
SM
MD
LG