د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډايي مقامات وايي سلګونه نور افغانان هم هغه هېواد ته ولېږدول شول


د کاناډا حکومت د کډوالو چارو وزارت له پاکستان څخه هغه هیواد ته د سلګونو نورو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی دی.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دغه ۳۱۱ افغان کډوال او د هغوی کورنۍ پرون سهار په یو ځانګړي پرواز کې کاناډا ته رسېدلي دي.

د ښاغلي فریزر په وینا په یادو کسانو کې د افغان ترجمانانو د کورنیو د غړو ترڅنګ هغه کسان هم شامل و چې په افغانستان کې د کاناډا ماموریت پر مهال له دوی سره کار کړی و.

د کاناډا د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخې یاد افغان کډوال به له هغو ۲۱۳۰۵ افغان کډوالو سره يو ځای شي چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې وروسته دغه هیواد ته رسېدلي دي.

مخکې د کاناډا د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو ادارې ویلي و چې په دغو کډوالو کې هغه کسان شامل وو چې په تیرو کلونو کې یې په افغانستان کې له کاناډا يي سرتیرو او یا د دغه هیواد اړوندو ادارو سره کار کړی و.

د کاناډا حکومت پخپله خاوره کې شاوخوا ۴۰زره افغان کډوالو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې ده. خو د کاناډا د کډوالو چارو وزیر پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې که څه هم زیات کار لا پاتې دي، خو وايي چې هیواد یې د ۴۰ زره افغان کډوالو پر مېشتېدنې باندې کار کوي چې په نړۍ کې له لویو ژمنو څخه ده.

د کاناډا حکومت د دغې پرېکړې په اساس ټاکل شوې د ترجمانانو او د هغوی د کورنیو په ګډون ۵ زره کسان د کډوالۍ ځانګړي پروګرام او څه باندې ۱۸زره نور له ګواښ سره مخ افغانان د بشردوستانه پروګرام له لارې هغه هیواد ته انتقال کړي.

د کاناډا د کډوالۍ ادارې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دغه هیواد د نورو افغان کډوالو چې له دوی سره یې په افغانستان کې کار کړی دی هغه هیواد ته د انتقال بهیر ارزوي.

د کاناډا د کډوالو، پناه ورکوونکو ادارې هم ویلي چې دغه هیواد ته تازه تللي کډوال به د کاري قوي زیاتوالي په برخه کې مرسته وکړي او تر کرونا ویروس وروسته به د دغه هیواد په اقتصادي وده کې هم مهم رول ولري.

د تیر کال د اګست میاشتې له ۱۵ څخه تر ۳۰ مې نېټې لږ تر لږه ۱۲۴ زره کسان له افغانستان څخه و ایستل شول،خو اوس مهال دغه بهیر پڅ شوی دی او په زرګونو په شرایطو برابر کسان د وتلو په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې کاناډايي چارواکو ویلي و چې دغه هیواد افغان ښځینه قاضیانې او کورنۍ یې چې له افغانستان څخه د تخلیې بهیر له پیل څخه په یونان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي هم قبلوي.

XS
SM
MD
LG