د لاس رسي وړ اتصالات

د نازي جرمني د ماتې کالیزه؛ پوتین او زیلیسنکي یو بل نازي وبلل 


د روسیې او یوکراین ولسمشران
د روسیې او یوکراین ولسمشران

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین یو ځل بیا د اوکراین جګړه د «نازي» خلاف جګړه بللې او ویلي یې دي چې سرتېري یې له «نازیانو څخه د خپلې پلرني ټاټوبي د ازادولو لپاره څنګ په څنګ» جنګېږي.

ښاغلي پوتین خپلو خلکو ته د یکشنبې په ورځ مۍ اتمه (غوايي ۱۸) په ۱۹۴۵م کې په دویمې نړیوالې جګړې کې د نازي جرمني مقابل جګړې کې د پخواني شوروي اتحاد د بري مبارکي ورکړه.

هغه وویل: «زموږ عمومي وظیفه دا ده چې د نازیسم د بیا رادبره کېدو مخه ونیسو چې د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته یې کړاوونه زېږولي.» هغه وویل چې ممکن «نويو نسلونو ته د خپلو پلرونو او نیکونو خاطرې» ارزښت ولري.

نوموړي په اوکراین کې د روسیې جنګېدونکي سرتېري د نازيانو خلاف جنګېدونکي وبلل او وویل: « متاسفانه، نازیسم نن بیا سر راپورته کړی. دا زموږ سپېڅلې دنده ده» چې په دویمې نړیوالې جګړې کې «د ماتو شویو د مفکوروي ځای ناستو [خلفاو] مخه ونیسو». نوموړي روسان «غچ اخیستلو ته وهڅول».

د فرانسې د خبري اژانس د راپور په اساس، ښاغلي پوتین همدغه راز د اوکراین خلکو ته د «سوله ایزې او عادلانه ایندې» هیله وکړه. ټاکل شوې مسکو د دوشنبې په ورځ په دویمې نړیوالې جګړې کې د جرمني نازیانو په خلاف جګړې کې د پخواني شوروي اتحاد بری په پوځي پریډ سره ونمانځي.

د زیلیسنکي څرګندونې

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي په دویمې نړیوالې جکړې کې د جرمني نازي یرغل ته په اشارې ویلي دي چې «شیطان [شر] بیا اروپا ته راستون» شوی دی. هغه همدغه راز روسیه د «نازيسم په خونړۍ احیا کولو» تورنه کړه.

ښاغلي زیلینسکي په یو ویدويي پیغام کې، چې د ویجاړو شویو ودانیو مخې ته ولاړ لیدل کېږي، وویل: «له دویمې نړیوالې جګړې څو لسیزې وروسته، تیاره بیا اوکراین ته راستنه شوې او اوکراین یو ځل بیا تور او سپین شوی دی.»

د اوکراین ولسمشر زیاته کړه: «شر په یوه بله جامه کې او تر یو بل شعار لاندې خو د یو هدف لپاره بیا راګرځېدلی دی.»

ښاغلي زیلینسکي همدغه راز وویل روسیه د نازیسم « مفکوره، خبرې او سمبولونه» کوي او کاروي. هغه وویل چې د مسکو ځواکونه د نازیانو« قساوتونه» بیا تکراروي او «د یو مقدس هدف په توګه خپل دا ناوړه عمل» توجیه کوي.

ښاغلي زیلیسنکي د بریتانیا، فرانسې او هالنډ په ګډون اروپايي ملتونو ته په خطاب کې په اوکراین کې د روسیې بمبارۍ د نازي جرمني له بمباریو سره تشبیه کړل.

د روسیې بخښنه

پوتین داسې مهال د جرمني نازیانو مقابل کې خپل بری نمانځي او د اوکراین جګړه د نازیسم خلاف جګړه بولي،‌ چې څو ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو چې «د یهودانو ترټولو لوی مخالف پخپله یهودان دي» او دا چې د نازي جرمني مشر ادولف هټلر د یهودانو ریښه درلودله.

له دغو څرګندونو وروسته د اسرائیل د صدراعظم دفتر وویل چې ولسمشر پوتین ترې له دې کبله بخښنه غوښتي او هغه دا بخښنه منلې ده.

په هغه بیان کې چې د کرملین له خوا خپور شوی و د اسرائیل څخه د بخښنې د غوښتنې په اړه څه ندي ویل شوي خو، ویل شوي وو چې «د روسیې ولسمشر یادونه کړې چې شپږ میلیون یهودیان د دویمې نړیوالې جګړې په مهال د نازیانو د توقیف په کمپونو کې شکنجه شوي او وژل شوي چې د دوی ۴۰ سلنه د شوروي سوسیالستي اتحاد اتباع وو.»

پوتین په اوکراین باندې یرغل، چې د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوی، د اوکراین «د غیر پوځي کولو او غیر نازي کولو ځانګړي عملیات» بولي. اوکراین چې د پخواني شوروي اتحاد پخوانی غړی دی، په ۱۹۹۱م کې خپل استقلال اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG