د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ ولسوالۍ: بمي چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۴۲ زخمي شویدي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ مخته د موټر بم چاودنې له امله دوه تنه افغان سرتیري وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون ۴۲ تنه نور سرتیري ټپیان شوي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل امریکا غږ ته وویل چې د غه موټر بم چاودنه نن یکشنبه جون شپږمه (غبرګولې ۱۶) شاوخوا ۱۲ بجې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: "د چاودېدونکو موادو یو ډک موټر چې تر اوسه یې نوعیت لا معلوم نه دی، په زیات احتمال سره چې هاموي ټانګ به وي د بلخ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د ودانۍ مخته چاودنه کړې چې له امله امنیتي سرتیرو ته تلفات رسېدلي دي."

په بلخ ولایت کې د ننني موټر بم برید مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی او د ګڼو سرتیرو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې ده.

ویل کیږي په دغه موټر بم چاودنه کې د سیمې خلکو ته هم ګڼ مالي زیانونه رسېدلي دي.

د یو بل خبر له مخې د افغانستان د حکومت یوې امنیتي سرچینې تائید کړې چې طالبانو د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ نیولې او افغان ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د یکشنبې په ورځ د جون شپږمه (غويي ۱۶) امریکا غږ ته وویل چې د دغې ولسوالۍ اداره تېره شپه د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې ده.

د فاریاب د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې طالبانو لومړی د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ته نږدې موټر بم چاودنه کړې او وروسته یې د ولسوالۍ په مرکز یرغل کړی دی.

د دغې شورا غړي عبدالاحد ایلبیک خبریالانو ته ویلي چې د طالبانو په دغو بریدونو کې د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان سیف‌الرحمان دهزاد په ګډون ۱۴ امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

د هغه په وینا په دغو نښتو کې طالبانو ۳۸ افغان سرتیري ژوندي نیولي دي. امنیتي سرچینو هم په دغو بریدونو کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ ژوبلې خبر تائید کړی او ویلي یې دي چې زیاتره وژل شوي کسان پولیس دي.

د فاریاب سیمه‌يیز چارواکو په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

طالبانو ویلي چې د دغې ډلې جنګیالي د فاریاب د قیصار ولسوالۍ په مرکز کې حضور لري او د افغان ځواکونو زیاته اندازه مهمات او تجهیزات یې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG