د لاس رسي وړ اتصالات

غور کې موټر بم برید ۱۲ ولسي وګړي وژلي ۱۰۰ ټپيان دي ـ چارواکي


د غور د ننني موټر بم برید له ځایه انځور
د غور د ننني موټر بم برید له ځایه انځور

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن یکشنبه ۱۱ بجې د غور مرکز فیروز کوه کې موټر بم چاودنې ۱۲ تنه وژلي او ۱۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۷) ویلي چې دغه چاودنه د امنیه قوماندانۍ مخته د کورلا موټر په واسطه رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي دي.

پر همدې مهال د غور د والي ویاند عارف عابر ویلي چې په یاده چاودنه کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په وینا یې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د هغه په وینا موټر بم چاودنه د امنیه قوماندانۍ په جنوبي دروازه کې شوې چې د ځاني زیان ترڅنګ د ښځو چارو او شهیدانو او معلولینو ریاست ته یې هم مالي زیان اړولی دی.

د غور د روغتون رئیس ډاکتر لعل زاد بیا ویلي چې د چاودنې له ځایه ۱۳ جسدونه او ۹۸ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

بلخوا د غور امنیه قوماندان وحیدالله نظامي بیا وايي چې دغه چاودنه د فلانکوچ موټر په واسطه شوې چې په وینا تر ټولو زیات زیان یې دولتي ادارو ته راغلو مراجعینو ته اړولی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG