د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې موټر بم چاودنې اووه کسان ټپیان کړي


تر دا مهاله د دغه موټر بم ځانمرګي برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی
تر دا مهاله د دغه موټر بم ځانمرګي برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تیره شپه په کابل ښار کې د موټر بم ځانمرګي برید له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه اپرېل ۲۱ ( غويي لومړۍ) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه موټر بم برید تیره شپه د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په (شهید څلور لارې) کې شوی دی.

یاد وزارت ویلي چې په دغه موټر بم چاودنه کې شپږ امنیتي منسوبین او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

په بیان کې ویل شوي چې یاد موټر بم برید تیره شپه څه باندې ۹ بجې او پنځوس دقیقې هغه مهال شوی کله چې د ملي امنیت د منسوبینو یو کاروان له سیمې څخه د تیرېدو په حال کې و.

د کورنیو چارو وزارت تائید کړې چې په دغه موټر بمي ځانمرګي برید کې نژدې دکانونو او کورونو ته مالي زیان رسېدلی دی.

تر دا مهاله د دغه موټر بم ځانمرګي برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG