د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د درې موټر بم چاودنو مخه نیول شوې ـ چارواکي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د دوو موټر بم چاودنو مخه نیولې ده.

دفاع وزارت تیره شپه ډسمبر ۱۱(لېندۍ ۲۰) ویلي چې وسله والو طالبانو غوښتل د یاد ولایت په اندړو سیمه کې د مازدا ډوله موټرو په واسطه د امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې په وینا یې هدف ته رسېدو مخکې له منځه وړل شوي دي.

بیان وايي چې ځانمرګي برید ګر هم په موټر چاودنو کې له منځه وړل شوي دي.

د دفاع وزارت اعلامیه کې راغلي:"د هیواد هوايي ځواک دغه موټر نن د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې په نښه کړ چې په پایله کې دواړه موټر له دوو ترهګرو په بشپړه توګه یوووړل شول."

بلخوا په غزني کې د ملي اردو د دریمې لوا ویاند علي شکاري هم امریکا غږ ته ویلي چې افغان هوايي ځواک په یاد ولایت کې د دوو موټر بم چاودنو مخه نیولې او هدف له رسېدو مخکې له منځه وړي.

د یادونې وړده چې روانه اونۍ د اندړو ولسوالۍ په ملانوح بابا سیمه کې هم د افغان ملي اردو پر یو مرکز موټر بم برید کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي و او درې نور ټپیان شوي و.

د یو بل خبر له مخې د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي، افغان هوايي ځواکونو تېره ورځ د یاد ولایت اړوند د کابل ـ کندهار لویې لارې پر سر د وسله والو طالبانو د تلاشۍ یو مرکز له منځه وړی دی.

پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم ویلي چې افغان هوايي ځواک د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یو موټر بم هدف له رسېدو مخکې له منځه وړی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلٍي.

XS
SM
MD
LG