د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د پولیسو پر یوه مرکز موټر بم برید شوی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کندهار ولایت د ارغستان په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز ځانمرګی موټر بم برید شوی دی.

د کندهار د پوليسو وياند څارمن جمال بارکزي نن شنبه ډسمبر ۵(لېندۍ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې دا موټر برید نن سهار شوی دی.

هغه زیاته کړه چې ځانمرګي له چاودېدونکو توکو ډک هاموي موټر په «سیپانزو» سیمه کې د پولیسو له یوه مرکز سره نژدې چولی دی.

ښاغلي بارکزی وویل: "نن سهار ۷بجې د ارغستان ولسوالۍ په مرکزي سیمه سيپانزو کې ځانمرګي موټر بم برید د پولیسو پر یوه مرکز شوی چې درې پولیس پکې وژل شوي او ۷ تنه نور پکښي ټپيان شوي دي."

خو د ارغستان ولسوالۍ يوه امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې په پېښه کي ۱۰ پوليس وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

دغه راز د دې ولسوالۍ او کندهار ښار ترمنځ ۸۰ کیلومتره لویه لار هم وسله والو طالبانو له تیرو دوو میاشتو راهیسي د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

د ارغستان د ننني موټر موټر بم بريد په اړه وسله والو طالبانو کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG