د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ښوونځیو ته د تللو په عمر برابرې ۸۰٪ نجونې له ښوونځیو بهر دي – راپور


د پاملرنې نړیواله موسسه (Care International) وايي، چې په افغانستان کې د هغو نجونو شمیر، چې عمرونه یې ښوونځیو ته د تللو له عمر سره برابر دي او اوس مهال له ښځوونځیو بهر دي ۸۰ فیصدو یا ۲.۵ میلیونو نجونو ته رسیږي.

د پاملرنې موسسې د دوشنبې د ورځې ناوخته اګست ۲۱ (زمري ۳۰) په راپور کې چې ددغې موسسې انټرنیټي پاڼه باندې خپور شوي ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی، چې په کې د نجونو او ښځو په زده کړو بنندیز لګیدلی دی.

دغې موسسې ښوونځیو ته د نجونو او پیغلو پر زده کړو بندیز اقتصادي زیان افغانستان لپاره ۵.۴ ملیارده ډالرښودلی دی.

پاملرنې موسسې په دغه راپور کې ویلي: "د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې کله چې حکومت بدل شو ډیر ښوونځي وتړل شو او له هغې وروسته میاشتو کې د هلکانو او تنکیو ځانانو لپاره ښوونځي بیرته په تدریجي ډول پرانیستل شو، خو ددې سره سره چې د نجونواو ښځو د ښوونیزو موسسو د پرانیستلو لپاره پلان و، دا کار ونشو".

پاملرنې موسسې ویلي: "د ۲۰۲۱ کال سپټمبر په میاشت کې د طالبانو حاکمو چارواکو د دولس کلنو څخه د پورته عمر لرونکو نجونو لپاره ټول رسمي روزنیز مرکزونو او ښوونځو د زده کړو بهیر وځنډوه، چې له امله ۱.۱ میلیون نجونې او پیغلې نجونې له رسمي زده کړو محرومحې شوې".

دا اداره وايي، چې د طالبانو حکومت ددې پریکړې په تعقیب د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو زده کړې تر امرثاني وځنډولې، چې له امله یې تر سل زرو پورې ښځینه زده کوونکې چې په دولتي او غیر دولتي پوهنتونونو کې په زده کړو بوختې وې اغیزمنې شوې".

د پاملرنې موسسه وايي، په افغانستان کې زده کړو ته د ماشومانو لاس رسی تل د یو لوی ګواښ په توګه مطرح و.

جګړي مهاجرتونه، بې ځایه کیدل او طبیعي نارورینیونو په دغه هیواد کې لوږه لا پراخه کړې ده، چې د نورو پرتله نجونو ته یې وضعیت لا ستونزمن کړی دی او د نږدې ۳۰ فیصده نجونې هیڅکله لومړینو ښوونځیو کې شاملې شوې نه دي.

د پاملرنې موسسې په دې راپور کې هغو نجونو ته چې هیڅکله ښوونځیو ته نه دي تللي هغوی ته د زده کړو په برابرولو کې د کلیوالي ښوونځیو اهمیت یادونه کړې او ویلي دي، چې ډیرو دغسې نجونو ته په کلیوالي ښوونځیو کې د لیک لوست د یادونې او لومړنیو زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د پاملرنې موسسه د ۱۹۶۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

افغانستان کې دغه اداره د ښځو د ټولنیزې او اقتصادي توانمندۍ، روغتیا، معیشت او اړو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې د برابرولو پروګرامونه پرمخ بیايي.

دا اداره وايي، په روان ۲۰۲۳ کال کې یې تراوسه د ۷۵۸ زرو ښځو او نجونو په ګډون د ۱.۱۵ میلیونو مرستو ته اړ افغانانو سره مرستې کړي دي.

د پاملرنې موسسې د نجونو او ښځو د تعلیم په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د طالبانو حکومت وايي لا هم د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې انجونو ته د زده کړو د زمینې د برابرولو او د ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو لپاره ددغه حکومت کړنلارې بشبړې شوې نه دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو او پوهنې د وزارتونو چارواکو د اګست ۲۱ ( زمري ۳۰) کابل کې په جلا جلا خبري کنفرانسونو کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولوپروګرام په لړ کې د خپلو وزارتونو د تیر یو کال د پرمختګونو په اړه خبریالانو سره د معلوماتو د شریکولو پر مهال وویل چې لا هم په کړنلارو باندې کارکوي.

ددغو وزارتونو چارواکو دا ونه ویل، چې کله به دا کړنلارې بشپړې شي او ښوونځي او پوهنتونونه به د نجونو او ښځو پرمخ پرانیستل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG