د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران سره مو رغنده خبرې کړي او د انرژۍ په تاسیساتو به یې بریدونه پنځه ورځې وځنډول شي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د «ایران له هېواد» سره «ډېرې ښې او ګټورې» خبرې کړيدي.

ولسمشر ټرمپ نن دوشنبه (مارچ ۲۳) په خپل ټروټ سوشېل کې ولیکل: «خوشحال یم چې خبر درکوم د امریکا متحدو ایالتونو او د ایران هېواد په تېرو دوو ورځو کې په منځني ختیځ کې زموږ د دوښمنیو د بشپړ او هر اړخیز حل په اړه ګټورې او ښې خبرې درلودې...»

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې دا خبرې اترې به د اونۍ په اوږدو کې هم روانې وې.

هغه لیکلي دي: «...د دغو ژورو، دقیقو او رغوونکو خبرو اتروې لهجې او انداز ته په کتو مې د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت ته لارښوونه کړې چې د ایران په اتومي بټیو او د انرژۍ په تاسیساتو باندې هر ډول او ټول بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي» او له هغه وروسته وضعیت به د «روانو خبرو او غونډو په کامیابۍ» پورې تړلی وي.

ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ (مارچ۲۱) د ایران رژیم ضرب الاجل وټاکه او ویې ویل که د هرمز تنګي په بشپړ ډول بېرته خلاص نه شي، د ایران د انرژۍ تاسیسات به ختم کړي.

هغه په خپل ټروټ سوشېل کې لیکلي وو که «ایران له همدې شېبې څخه په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی په بشپړه توګه او پرته له کوم ګواښ پرته بېرته خلاص نه کړي، متحده ایالتونه به د هغه هیواد بېلابېل برېښنايي تاسیسات په نښه او ختم کړي او پیل به یې» له تر ټولو سترو تاسیساتو څخه کوي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ، فلوریډا کې واشنګټن ته تر بېرته ستنېدو مخکې، خبریالانو ته وویل چې د هغه ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او سلاکار جیرډ کوشنر د یکشنبې په ورځ له خپلو مذاکره کوونکو اړخونو سره غږېدلي دي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې شاید خبرې د دوشنبې په ورځ هم د تیلیفون له لارې دوام ومومي، څکه چې د هغه په خبره بهر ته د ایران د استازو سفر سخت دی.

ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې د ایران سره هره هوکړه باید دا شرط ولري چې باید د یورانیمو غني کول بند کړي، د توغندیو پروګرام محدود کړي او له خپلو ګاونډیانو سره سوله ییزې اړیکې ولري.

ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې امریکا به د ایران له مشر مجتبی خامنه‌يي سره، چې د خپل پلار علي خامنه يي ځای ناستی ټاکل شوی، خبرې ونه کړي.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړه چې د مجبتی خامنه يي د زخمي کېدو له راپورونو وروسته متحده ایالتونه نه شي تائیدولای چې هغه ژوندی دی که نه.

متحدو ایالتونو او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په ایران باندې عملیات پیل کړل. د متحدو ایالتونو پوځ وايي چې د «حماسي غضب» په دغو عملیاتو کې یې د ایران رژیم مشرتابه، پوځي ځواک، هوايي ځواک، سمندري ځواک او نور مهم تاسیسات په نښه کړي او عملیات بریالي روان دي.

متحده ایالتونه او متحدین یې هڅه کوي چې د هرمز مهم تنګي لاره پرانیستې وي او تیل او نور اکمالات په کې اسان او له کوم خطر پرته وشي.

ولسمشر ټرمپ له خپلو متحدینو څخه هم غوښتي چې د هرمز تنګي په پرانیستلو کې ورسره مرسته وکړي، ایران وايي دا لاره یې تړلې او ګواښ یې کړی که هرې بېړې پرې تېره شوي، وبه وېشتل شي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG