د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کاسا ١٠٠٠ برېښنا پروژې د تطبیق کار پیل شو


د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کاسا ۱۰۰۰ برېښنا پروژې د بنسټ ډبره کېښوده.

د دغې پروژې له لارې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي له قرغیزستان او تاجیکستان څخه د افغانستان له خاورې پاکستان ته غځول کېږي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي: "د دې لویې پروژې په بشپړېدو سره به د اقتصادي تعاملاتو د پراختیا او له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د برېښنا لېږد د لومړني دهلېز شاهدان واوسو".

د برېښنا د انتقال دا پروژه له قرغیزستان څخه تر پاکستانه ۱۲۲۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۵۵۰ کیلومتره یې په افغانستان کې د شپږو ولایتونو له ۲۳ ولسوالیوڅخه پاکستان ته غځول کېږي.

افغانستان تمه لري چې د دغې پروژې له پلي کیدلو وروسته به د ۳۰۰ میګا واټه بریښنا د ترلاسه کولو سربیره هرکال د بریښنا د لیږد له درکه هم ۴۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي.

د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا د انتقال پروژه په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان، پاکستان، تاجیکستان او قرغېزستان چارواکو په پلازمینې دوشنبه کې پرانیستله.

په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پر تطبیقولو باندې څه باندې ۲۳۵ میلیون ډالره لګښت راځي او تړون یې د افغانستان د برېښنا شرکت او د KPTL او KEC هندي شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د افغانستان لپاره ګټوره ګڼي او وايي، چې د دې پروژې له لارې د برېښنا د برابرولو او اقتصادي ګټو سربیره به په افغانستان کې زرګونو بې روزګاره ځوانونو ته کاري فُرصوتونه هم برابر شي.

XS
SM
MD
LG