د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د برېښنا پر ورکولو لا هم خبرې روانې دي


پاکستان دا مهال د برېښنا له سخت کموالي سره لاس او ګریوان دی
پاکستان دا مهال د برېښنا له سخت کموالي سره لاس او ګریوان دی
افغان حکومت وايي له منځنۍ اسیا نه پاکستان ته د افغانستان له لارې د برېښنا لېږدولو پر پروژې لا هم خبرې روانې دي او ښايي د همدغه کال تر پایه یې په اړه نور وضاحت او روڼتیا رامنځ ته شي .

د (CASA 1000) پروژې موخه له منځنۍ اسیا نه جنوبي اسیا ته د شا او خوا دیارلس سوه
میگاواټه برېښنا ورکول دي، چې له درې سوه میگاواټه څخه به افغانستان او له پاتې نورې بریښنا نه به پاکستان گټه اخلي.

د قرغزستان او تاجکستان د برېښنا دغه پروژه به د ښارونو او کورونو پر روښانه کولو سربېره، سلګونه کسانو ته کاري زمېنې برابرې کړي او صنعتي پارکونه او کارخانې به پر پښو ودروي.

اټکل کیږي چې دغه پروژه به د ښکیلو هېوادونو اقتصادي، سیاسي او نورې اړیکې سره لاپیاوړي کړي .

پر پروژې له تېرو شاوخوا دریو کلونو راهېسې د قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې روانې دي، د مالي وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني امریکا غږ ته وویل چې پر پروژې خبرې لا هم په ابتدايي حالت کې دي.

« پر دغې پروژې لا هم خبرې په ابتدايي مرحلې کې دي، د برېښنا دا ډول لويي پروژې په یوه او دوو کلونو کې نه عملي کیږي، ډېرو څېړنو او معلوماتو ته اړتیا شته چې ممکن دغه پروژه په راتلونکو لسو کلونو کې عملي شي.»

افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا پوله:

د کاسا۱۰۰۰ د برېښنايي پروژې مزي به له قرغزستان نه تاجکستان، له تاجکستان نه کابل او له کابل څخه د پاکستان خیبرپښتونخوا ته غزول کیږي.

د یادې پروژې د وېپاڼې د معلوماتو له مخې د برق دغه مزي به له منځنۍ اسیا نه تر پاکستان پورې په
۱۲۲۲ کیلو مېتره ځمکې او هوا کې وغزول شي.

افغانستان چې د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ د پولې حیثیت لري، او د دغې پروژې ترانزیتي لار بلل کیږي وايي چې لا هم د ترانزیت او تعارفې په اړه یې له پاکستان سره خبرې بشپړې شوي نه دي .
د یادې پروژې د وېپاڼې د معلوماتو له مخې د برق دغه مزي به له منځنۍ اسیا نه تر پاکستان پورې په ۱۲۲۲ کیلو مېتره ځمکې او هوا کې وغزول شي
د یادې پروژې د وېپاڼې د معلوماتو له مخې د برق دغه مزي به له منځنۍ اسیا نه تر پاکستان پورې په ۱۲۲۲ کیلو مېتره ځمکې او هوا کې وغزول شي
په دې وروستیو کې د افغانستان د ماليي وزارت معین مصطفی مستور او د پاکستان د ماليي وزیر اسحق دار په قزاقستان کې د اسیا د پراختیايي بانګ د ۴۷ کلنۍ غونډې په څنډو کې د دغې تعارفې په اړه سره خبرې کړې وې، خو ډېر جزییات یې په اړه نه دي ورکړل شوي.

ښاغلی جیلاني وایي د لومړنیو معلوماتو له مخې افغانستان به د دغې پروژې له لارې د کال شاوخوا ۶۶ میلیونه ډالره عواید هم ترلاسه کوي.

لا معلومه نه ده چې پر دغې پروژې ټولټال څومره لګښت راځي، خو د ښاغلي جیلاني په خبره نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک په دغه برخه کې د مالي مرستو ژمنه کړې ده .

پاکستان چې دا مهال د برېښنا له سخت کموالي سره مخامخ دی، د دغې پروژې عملي کولو لپاره ډېرې هلې ځلې کوي، دا مهال د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د دغه هېواد ډېرې برخې د ساعتونو ساعتونو لپاره په تیاره کې ډوب وي.

د بیلا بیلو ولایتونو تر مینځ د برق په سر جگړه د پاکستان مرکزي پارلمان ته رسېدلې، او د پاکستان په پارلمان کې د یو ولایت استازی د بل ولایت پر استازي د برق د غلا او کموالي
تور پورې کوي .

د برېښنا کموالي د پاکستان په پنجاب کې ډېرې کارخانې د تړلو له ګواښ سره مخامخ کړي چې له کبله یې د د دغه هېواد صنعت او تولید ته هم لوی ګواښ پېښ شوی دی.

کارپوهان وايي که د کاسا۱۰۰۰ دغه برېښنايي پروژه عملي شي، له شک پرته به په پاکستان او افغانستان کې د برېښنا له اړخه شته ستونزې هوارې شي او د دواړو هېوادونو په اقتصادي ودې کې به هم د پام وړ رول ولوبوي.

د دې ترڅنګ ښايي د مرکزي او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ تجارتي راشه درشه نوره هم پیاوړې شي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG