د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د پوځ دوې څرخي الوتکې غورځېدلې او 'نهه سرتېري' مړه شوي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ چارواکي وايي چې د کنټکي په ایالت کې د پوځ دوې څرخي الوتکې د معمول تمرین په مهال غورځېدلې دي او شاوخوا « نهه کسان» مړه شوي دي.

د پوځ یو ویاند وویل چې نهه سرتېري مړه شوي دي.

مقامات وايي د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) د شپې شاوخوا ۱۰ بجې « HH-60 Black Hawk » دوې هلیکوپترې د کنټکي ایالت د «ټریګ کاونټي» په سیمه کې غورځېدلې دي.

د کنټکي والي انډي بیشیر مخکې ویلي وو چې په پېښه کې ممکن تلفات وي.

د کنټکي ایالت پولیس وايي چې الوتکې په یو میدان او د لرګیو په یوې سیمې کې غورځېدلي دي.

د متحدو ایالتونو د پوځ ۱۰۱ هوايي قطعې په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «د اوس لپاره زموږ تمرکز په پېښه کې په دخیلو سرتېرو او د هغوی په کورنیو باندې دی.»

د اسوشیتډپرس اژانس د راپور په اساس د کنټکي د پولیسو مشر ټروپو برګیس په یو لنډ خبري کنفرانس کې وویل: «تر دې دمه په پېښه کې د استوګنو د سیمو د ویجاړۍ کوم راپور نشته.»

د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي‌ دي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې تېره میاشت د تینیسي په ایالت کې د تمرین په مهال د بلک هاک د هلیکوپتر د غورځېدو په پېښه کې د متحدو ایالتونو د ملي ګارد دوه پیلوټان مړه شول.

XS
SM
MD
LG