د لاس رسي وړ اتصالات

غني طالبانو ته: د روژې مبارکې میاشتې په احترام اوربند وکړئ


وسله والو طالبانو تر دا مهاله د روژې په میاشت کې د اوربند ټینګېدو په اړه د افغان حکومت د غوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د روژې په میاشت کې د اوربند ټینګېدو په اړه د افغان حکومت د غوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې مبارکې میاشتې رارسېدو په مناسبت پیغام کې له وسله والو طالبانو غوښتي چې له جګړې لاس واخلي او ددې میاشتې په احترام اوربند وکړي.

ولسمشر غني په خپل پیغام کې ویلي: "له وسله والو طالبانو څخه غواړم چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت له جګړې، تاوتریخوالي او له خلکو سره له دښمنۍ لاس واخلي، پر طالبانو یو ځل بیا غږ کوم چې د اوربند په اړه چې د افغانستان د خلکو برحقه غوښتنه ده لبیک ووايي، او د دغه ناروا جګړې د دوام پر ځای، د باعزته سولې ټینګېدو لپاره، خپل نیت، اراده او صداقت په عمل کې ثابت کړي."

ښاغلي غني همدارنګه زیاته کړې چې هڅه کوي د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګېدو لپاره په تدبیر سره ګټه واخیستل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغان ځواکونو څخه هم غوښتي چې د خلکو د امنیت ټینګولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي ترڅو د روژې په میاشت کې د هغوی د عبادت لپاره نور هم خوندي چاپېریال رامنځته شي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم نن سې شنبه اپرېل ۱۳(وري ۲۴) د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت اعلامیې کې له وسله والو طالبانو څخه غوښتي چې یادې میاشتې ته په احترام اوربند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د مسلمانانو دیني علماو نړیوالې ټولنې له ښکېلو اړخونو څخه وغوښتل چې په دغه هیواد کې جګړه بس او د وینې تویېدل بند کړي.

دغه ټولنه چې مرکز یې په قطر کې دی له افغان حکومت او طالبانو څخه هم وغوښتل چې د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګېدو لپاره هڅې وکړي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د روژې په میاشت کې د اوربند ټینګېدو په اړه د افغان حکومت د غوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG