د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن د کومو تاریخي ننګونو سره مخامخ دی؟ 


د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې له بریا وروسته، جو بایډن باید د سخت ویشل شوي او د کروناویروس په مرګوني وبا کې د ګیر هیواد ادارې ته جدي پام وکړي.

ښاغلي بایډن د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې روغتیایي خدمتونو ته به د خلکو لاس رسی پراخ کړي، د زده کړو لپاره به اسانیتاوی رامنځ ته کړي، حد اقل ورځنی عاید به اوچت کاندي، د نادارو کارګرو کورنیو سره مرسته او د پاکې انرژۍ ودې ته به پاملرنه وکړي چې په وینا یې په میلیونو مشغولیتونه ایجادوي.

خو هغه عمده اندیښنه چې سمدستي پاملرنه ایجابوي، د کروناویروس وبا ده چې د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د جهارشنبې تر ورځې نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) پورې یې نژدې ۱۰،۳ میلیون کسان پرې په امریکا کې اخته دي او تر اوسه یې نژدې ۲۴۰ زره کسان مړه کړي دي.

جو بایډن د بریا وروسته په خپله یوې وینا کې ویلي چې د کروناویروس د وبا د له منځه وړلو لپاره به له هیڅ ډول هڅې نه دریغ ونکړي.

ښاغلي بایډن د روانې اونۍ په پیل کې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره یوه کاري ډله جوړه کړه چې د کوویډ ۱۹ د لابراتواري ازموینو پر زیاتولو، د روغتیایي کارکوونکو لپاره د محافظتي تجهیزاتو د تولید په زیاتوالي او د واکسینونو په ویش او پراختیا باندې تمرکز وکړي.

د ویشل شوي کانګرس ننګونه

خو ددغې اجنډا د تصویب لپاره ښاغلی بایډن باید د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو د ژورې ګوندي جدایي له منځه خپله لاره پرانځي، هغه ګوندي جدایي چې د دونالد ټرمپ د جمهوري ریاست په ترڅ کې رامنځ ته شوی ده.

د دلاویر پوهنتون د سیاسي علومو استاد ډیویډ ردلاسک، د امریکا د دولت دننه ګوندي انقسام ته په اشارې وویل: "بیلتون ژور دی. هیله من یو چې د وخت په تیریدو سره د هغه د ترمیمولو په لور پرمخ ولاړ شو.دغه کار ژر نه کیږي. ساده نه رامنځ ته کیږي."

په زیات احتمال سره به دموکراتان د کانګرس د استازو په جرګه کې خپل اکثریت وساتي، خو دغه ګوند باید لږ تر لږه د سنا د ۱۰۰ څخه ۵۰ څوکۍ خپلې کړي. اوس په سنا کې د دموکراتانو د اکثریت ترلاسه کول د جورجیا ایالت پر انتخاباتو پورې مربوط دي چې دوهم پړاو ته تللي.

په جورجیا کې د جمهوري غوښتونکو د بریا په صورت کې، ښاغلی بایډن باید د جمهوري غوښتونکي ګوند د سناتور مچ مک‌کانل، د فشارونو په وړاندې مقابلې ته تیار اوسي.

احتمالي ایتلاف

له دې سره سره ښاغلي بایډن ته د یو څرګند معامله کوونکي په سترګه کتل کیږي؛ هغه څوک چې څو لسیزې یې د سناتور په توګه خدمت کړی او د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما مرستیال و. دا ځل به د سناتور مچ مک‌کانل او نورو سره د هغه موافقه وازمایل شي.

د متحده ایالاتو د اندربیلټ پوهنتون د عامه اړیکو استاد جف بینیټ، د یو ډول تفاهم او ایتلاف رامنځته کیدل لرې نه ګڼي. هغه وویل: "ښایي بایډن وکړای شي د خپلو ارتباطاتو له پانګې څځه چې لري یې د یو غیر محتمل او کمساري ایتلاف د رامنځ ته کولو په هدف استفاده وکړي چې په تیرو څلورو کلونو کې یې شاهد نه وو."

جو بایډن هم د امریکایانو د ګډو ګټو د تامین لپاره د دوه ګوندي همکارۍ په اړتیا باندې په ټینګار سره ویلي: "د پرمختګ لپاره، باید د خپلو مخالفانو سره د دښمن په توګه چلند ونکړو. مونږ دښمنان هم نه یو. مونږ امریکایان یو."

د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو ترمنځ سخت بیلتون ته په پام سره چې په تیرو کلونو کې رامنځ ته شوی، څرګنده نده چې ښاغلی بایډن به څومره د سیاسونو او وکیلانو سره د تفاهم په رامنځ ته کولو کې بریالی وي.

دننه په ګوند کې فشار

جو بایډن د یو منځ لاري دموکرات په توګه د خپل ګوند د ترقي غوښتونکو له فشار سره هم مخامخ دی؛ هغه کسان چې د حکومت په بودجې د سرتاسري روغتیایي بیمو او د اقلیم د بدلون په وړاندې د سمدستي اقداماتو غوښتونکي دي.

د نومبر د درېیمې په انتخاباتو کې د استازو جرګې د یو شمیر څوکیو له بایللو وروسته او همداشان په سنا کې د اکثریت څوکیو په ترلاسه کولو کې د دموکراتانو ناکامي د منځمهاله او ترقي غوښتونکو دموکراتانو ترمنځ ننګونه زیاته کړې ده.

یو شمیر چپي سخت دریځه دموکراتان لکه د نیویارک ایالت څخه د استازو د مجلس غړې الکساندریه اوکاسیو کورتیز، له بریا وروسته ناهیلي څرګنده کړې چې منځ لاري دموکراتان د جمهوري غوښتونکو سره د معاملې لپاره د ترقي غوښتونکو هدفونو ته پام نه کوي.

XS
SM
MD
LG