د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د چرګانو روزني صعنت باندې ۲۴۸ میلیونه ډالر پانګونه شوې


د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې ننګرهار ولایت کې د چرګانو د روزني صعنت باندې د ۲۴۸ میلیونه ډالرو پانګه اچونه شوې ده.

د یاد وزارت چاواکي وايي چې اوس مهال ننګرهار کې د چرګانو ۲۰۰۰ فارمونه جوړ شوي او په فعالیت بوخت دي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه ډسمبر ۲۰ (مرغومی۱۰) امریکا غږ ته وویل: "ننګرهار کې د چرګانو د دانې اته تولیدوونکې کارخانې فعاله دي چې د فارمونو اړتیا تر یوه حده پوره کوي."

ښاغلي رستمي زیاته کړه چې د چرګانو د غوښو او د هګیو د تولید صنعت دغه ولایت کې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقعیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

که څه هم په کره توګه ښکاره نه ده چې افغانستان هر کال د چرګانو څومره غوښې او هګیو ته اړتیا لري خو له دې سره سره د دغه اړتیا ډېره برخه یې په کورني تولیداتو پوره کړې ده.

افغانستان اوس هم د ایران او پاکستان نه د چرګانو غوښه، هګۍ او د فارمونو لپاره خوراکي دانه واردوي.

XS
SM
MD
LG