د لاس رسي وړ اتصالات

جګړو کې د افغان ماشومانو مرګ-ژوبله ۱۰ سلنه زیاته شوې


له ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ سازمان (یونیسف) وايي په افغانستان کې د وسله والو جګړو او چادونو له کبله د ماشومانو د مرګ-ژوبلې په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.‌

یونیسف ویلي چې د ۲۰۱۷ کال په لمړیو ۹ میاشتو کې لږترلږه ۷۰۰ افغان ماشومان په جګړو او ورسره تړلو امنیتي پیښو کې ووژل شول او ۱۷۹۰ نور ټپیان شول. دغه شمیره د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۰ سلنه ډیروالی ښيي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) راپور ورکړی چې د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ نه د سپتامبر تر پایه، ۲۶۴۰ ملکي افغانان په جګړو کې ووژل شول او تر ۵۳۷۰ ډیر ټپیان شول. یوناما وړاندې ویلي و چې د کال په لمړیو نهو میاشتو کې ۶۸۹ ماشومان په جګړو کې وژل شوي و، خو اوس یونیسف وايي دغه شمیره ۷۰۰ ته ختلې.

د یونیسف یوه چارواکي، مانوئل فونتین، ویلي چې ماشومان په هیڅ ځاې کې د جګړو له زیانونو خوندي ندي او په ښوونځي، کور او بهر کې د جګړو او امنیتي پیښو له کبله زیانمن ‌کیږي.

یوناما د ملکي تلفاتو ۶۴ سلنه د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو (طالبان او داعش) کار بولي، خو حکومت پلوي پوځیان هم د ملکي تلفاتو په ۲۰ سلنې کې پړه بولي.

XS
SM
MD
LG