د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې بیکاري، د کویډ۱۹ له امله د غذايي خوندیتوب نشتوالي او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي ته په پاملرنې خوړو ته د افغان ماشومانو د لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
اوچا په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د غذايي خوندیتوب په اړه تازه تحلیلونه او ارزونې ښيي چې څه باندې ۱۴ میلیونه افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي، شاوخوا لس میلیونه د خواړو د خوندیتوب له پلوه په ناورین کې او ۴.۲ میلیونه په بیړني حالت کې دي.
د اوچا په بیان کې راغلي: "اټکل کېږي چې په ۲۰۲۱ که به تر پنځو کلونو کم عمر لرونکي شاوخوا نیمايي ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي".
له دې وړاندې له ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو صندوق ( یونیسف) ویلي و چې په ۲۰۲۰ کې له پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ۷۸۳زره افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ و.
یونیسف اټکل کړی چې په ۲۰۲۱ کې به په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره د مخ شوو ماشومانو په شمیر کې زیاتوالی راشي.
د افغانستان د احصائیې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو په اساس د دغه هېواد د ۳۳.۶ میلیون نفوس ۱۸سلنه برخه له پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان جوړوي.