د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: شاوخوا ۱۳میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري


د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش وايي چې دغه هېواد د خوړو د خوندیتوب له پلوه له "ډېرو جدي" ګواښونو سره مخامخ دی.

ښاغلي دانش د پنجشنبې په ورځ د نومبر په پنځمه (لړم ۱۵) د افغانستان د خوړو د خوندیتوب او تغذیې ملي اجندا د درېیمې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې وویل چې د رسمي شمېرو په اساس دا مهال کابو ۱۳ میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري.

هغه زیاته کړه: "د دغو ۱۳ میلیونو له ډلې د اتو میلیونو وضعیت ډېر خراب دی، په دې معنی چې دوی نه پوهېږي چې بل ځل خواړه به څه ډول ترلاسه کوي".

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په وینا چې شاوخوا ۹.۶ میلیونه کلیوال افغانان، ۲.۹ میلیونه ښار میشتي او ۴۷۷زره کوچیان د خوړو خوندیتوب نه لري.

ښاغلي دانش د لوږې د کچې زیاتوالی، ناسم غذايي رژیم، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، د اوبو کموالی او د سیاسي وضعیت او جګړو له امله د بیوزلۍ کړکیچ هغه عمده لاملونه یاد کړل چې له مخې یې په نړۍ په ځانګړي ډول افغانستان کې د خوړو خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

افغانستان کی د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) مشرې ماري الن مک ګرورتی وویل د افغانستان د خوړو د خوندیتوب او تغذیې ملي اجنډا یو څو اړخیزه پروګرام دی چې له مخې یې ټول نړیوال شریکان او افغان حکومت د خوړو د خوندیتوب تامینولو ته اړ کوي.

د اغلې ګرورتي په وینا افغانستان په تېرو درېیو کلونو کې د اداري چارو، د غنمو د محصولاتو د زیاتوالي او د خوړو د خوندیتوب په برخو کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

خو نوموړې زیاته کړه: "په خواشینۍ سره د خوړو د خوندیتوب نشتوالی، لوږه او خوارځواکي د افغانستان د میلیونونو وګړو لپاره یو دوامداره حقیقت دی او په خواشینۍ سره چې کوید۱۹ وضعیت لاپسې خراب کړی دی".

هغې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه، مرستندویه بنسټونه او د افغانستان نور ملګري به په دغه هېواد کې د لوږې د له منځه وړلو او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست انورالحق احدي وویل چې افغان حکومت د مالي ستونزو سربېره له نړیوالو ملګرو سره په ګډه د خوړو د خوندیتوب تامینولو ته ژمن دی.

هغه وویل چې د خوړو د خوندیتوب په برخه کې د کافي خوړو موجودیت مهم دی او زیاته یې کړه: "په خواشینۍ سره چې د کافي خوړو له پلوه افغانستان په ځان بسیا نه دی، سږکال د غنمو حاصلات ښه وو، زموږ حاصلات ۵.۱ میلیون ټنه وو، سره له دې هم شاوخوا یو نیم میلیون ټنه کموالی لرو".

ښاغلي احدي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د کافي خوړو موجودیت د کرنې وزارت له عمده اهدافو څخه دی او هیله یې وښوده چې افغانستان به تر راتلونکو پنځو کلونو دغه هدف ته ورسېږي.

پر دې سربېره افغان حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب لپاره د کرنې په برخه کې د خصوصي سکتور پانګه راجلب کړي او دغه راز د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د کرنې او خوړو د خوندیتوب بیړنۍ پروژه په ۳۴ ولایتونو کې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG