د لاس رسي وړ اتصالات

چین د افغانستان څخه د نږدې ۱۰۰ فیصدو وارداتو ګمرکي تعرفه نه اخلي


د چین د بهرنیو چارو وزیر پنجشنبه په ازبکستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر سره کتلي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر پنجشنبه په ازبکستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر سره کتلي.

پداسې حال کې چې لویدیځو هیوادونو په افغانستان کې په طالبانو بندیزونه لګولي او دا ډله تر نږدې یو کال واک اخیستو راهیسې لا هم د هیواد د اقتصاد د ژوندي ساتلو لپاره هلې ځلې کوي، چین د افغانستان سره د سوداګرۍ په برخې کې نوي امتیازات ورکړي.

د چین د بهرنیو وزارت جمعه جولای ۲۹ (زمري۷) د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي او د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي تر منځ د ملاقات جزیات خپاره کړي چې پنجشنبې په ازبکستان کې د شانهګای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې پر مهال په یوې فرعې غونډې کې سره کتلي دي.

په اعلامیې کې د ښاغلي وانګ له قوله ویل شوي چې چین به د ۹۸ په سلو کې هغو تولیداتو چې د افغانستان څخه دې هیواد ته واردیږي، هیڅ ګمرګي تعرفه وانخلي او دا ژمنه هم کوي چې د افغانستان څخه د ښه کیفیت لا ډیر تولیدات وارد کړي.

سره لدې چې چین ته د افغانستان صاردات دومره ډیر ندي خو د چین د دې اقدام څخه داسې ښکاري چې غواړي د افغانستان سره د سوداګرۍ دوه اړخیزې اړیکې پداسې حال کې پراخې کاندي چې غرب په طالبانو بندیزونه لګولي.

سره لدې چې طالبان واک ته تر رسیدو راپدیخوا د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې په رسمیت ندي پیژندلي او غربي هیوادونو هم د دې ډلې سره چندانې اړیکې نه پالي خو چین بیا نه یوازې دا چې په کابل کې یې د طالبانو تر راتګ وروسته خپل سفارت ونه تاړه بلکې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر څو ځله په کابل کې د طالب چارواکو سره وکتل او ښکاره یې د دې ډلې سره د خپل ملاتړ اعلان کړی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې راغلې، "چین هیله لري چې افغانستان به یو پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت جوړ کړي او منځلارې او عاقلانه حکومتداري تطبیق کړي".

په اعلامیې کې همدرانګه د متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو څخه غوښتل شوي چې په افغانستان دې "نا معقوله" بندیزونه لیرې کړي او د دې هیواد د اقتصاد په بیارغونې کې دې مرسته وکړي.

ښاغلي وانګ په افغانستان کې د داسې حکومت د جوړیدو هیله څرګنده کړې چې د نړیوالې ټولنې اندیښنو ته په فعاله توګه ځواب ووایي او لا ډیر پوهای او په رسمیت پیژندنه تر لاسه کړي.
نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه لویدیځو هیوادونو په طالبانو فشار راوړی چې د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره باید د کار کولو په برخې کې په میرمنو محدودیتونه کم کړي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره ښوونځي دې پرانیزي او ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.

خو ها خوا بیا طالبان ادعا کوي چې حکومت یې ټولشموله دی او د هیواد ټولو قومونو ته پکې برخه ورکړل شوې.

افغانستان کې د چین اندیښنې

د چین د بهرنیو چارو د وزارت پدې اعلامیې کې د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د هغې غوښتنې یادونه هم شوې چې په طالبانو یې غږ کړی چې د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت په ګډون دې په افغانستان کې د ټولو "ترهګرو ځواکونو" د خپلو لپاره قاطع اقدامات وکړي.

بیجنګ د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ ترهګره ډله بولي.

په اعلامیې کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي له قوله ویل شوي چې طالبان به هیڅکله اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د چین پر ضد کړنو لپاره کار واخیستل شي او د مخدره موادو سره یې هم د قاطع مبارزې ژمنه کړې.

د چین تر څنګ روسیې هم ویلي چې د طالبانو سره خپله ناسته پاسته جاري ساتلې خو د مشروعیت لپاره یې په طالبانو غږ کړی چې باید خپلې نړیوالې ژمنې پر ځای کاندي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف چې د ازبکستان په غونډې کې یې برخه اخیستې وه، خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د نوي حکومت سره کار کوي.

ښاغلي لاوروف زیاته کړه، "مونږ یې په ساحه کې د یو حقیقت په توګه پیژنو. زمونږ سفارت هلته شته چې هیڅ وخت یې کابل ندی پریښی".

د چین په شان روسیې هم په کابل کې د طالبانو تر راتګ وروسته په کابل کې خپل سفارت ونه تاړه.

XS
SM
MD
LG