د لاس رسي وړ اتصالات

چین هغه خبریاله نیولې چې د هانک کانګ پر مظاهرو یې راپورونه کړي


تصویر د هانګ کانګ د مظاهرو دی
تصویر د هانګ کانګ د مظاهرو دی

د چین چارواکو هغه خبریاله نیولې ده چې په هانک کانګ کې یې د حکومت ضد مظاهرو په اړه راپورونه خپاره کړي وو.

دغه ازاده چینایۍ خبریاله هوانګ زوګین نومیږي او تېر کال یې په چین کې د ښځو د ځورونې، عذار او اذیت (MeTOO#) پر ضد هم د ټولنیزو رسنیو په یو کمپاین کې فعاله ونډه لرله.

ځینو سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دغه خبریاله له هانک کانګ څخه چېن ته له راتګ وروسته پولیسو وربللې وه او د سفر اړوند او نور اسناد یې ورڅخه اخیستي وو.

سرچینو د چین په شمال-ختیځ ښار ګوانجو کې ویلي دي چې پولیسو بیا دا خبریاله د "ستونزو جوړولو او مشاجرې" په تور بندۍ کړې ده.

هغې د هانک کانګ د مظاهرو په اړه دوه راپورونه خپاره کړي وو او په یو راپور کې یې لیکلي وو: "د مظاهرو په ځپلو سره پر نفوس واک ترلاسه کېدی شي، خو د خلکو زړونه نشي ګټل کېدای."

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د کوانجو پولیسو او د دغې خبریالې مدافع وکیل په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

چین له نویمو کلونو راهېسې د هانک کانګ د ځينو نورو مهمو چارو تر څنګ د دغه هېواد دفاعي او بهرنۍ اړیکې هم تنظیموي. دغلته په دې وروستیو کې خلکو د چین د مداخلو پر ضد مظاهرې وکړې.

XS
SM
MD
LG