د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: چین امریکا او نړۍ ته لوی زیان اړولی


ولسمشر ټرمپ مخکې هم ویلي وو چې د کروناویروس د خپرېدو له کبله باید له چین سره حساب او کتاب وشي
ولسمشر ټرمپ مخکې هم ویلي وو چې د کروناویروس د خپرېدو له کبله باید له چین سره حساب او کتاب وشي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې چین متحدو ایالتونو او نړۍ ته لوی زیان اړولی دی.

ښاغلي ټرمپ دا خبره دوشنبې په ورځ جولاۍ۶ (چنګاښ۱۶) په خپل ټویټر کې لیکلې ده.

نوموړي نه دي ویلي چې چین په کومه برخه کې نړۍ ته دا لوی زیان اړولی دی، خو تر دې مخکې یې ویلي وو چې د کروناویروس د چین په لابراتوار کې جوړ شوی او باید له چین سره حساب او کتاب وشي.

ولسمشر ټرمپ دغه ویروس ته "چینايي ویروس" هم ویلي وو چې بیا چین د ښاغلي ټرمپ‌ په دغو څرګندونو انتقاد وکړ او وویل چې دا ډول خبرې د چین حیثیت زیانمنوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ویلي وو چې د کروناویروس د چین په لابراتوار کې جوړ شوی، خو چین دا تورونه ردوي.

له بلې خوا ښاغلی ټرمپ داسې مهال وايي چې چین امریکا او نړۍ ته لوی زیان اړولی دی چې د امریکا پوځ ویلي چې دوو لویو پېړیو یې د چین د جنوبي سمندر په لانجمنې سیمې کې پوځي تمرینات کړي دي.

رویټرز د امریکا د پوځ د یو چارواکي جیمز کېرک له خولې لیکلي دي چې د چین پوځي بېړیو د امریکايي بېړیو تمرینات لیدل.

د کروناویروس له کبله د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په امریکا کې نژدې ۱۳۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۲.۸ میلیون نور کسان پرې اخته دي.

د کروناویروس په تېر ډسمبر کې د چین په هوبي‌ایالت کې خپور شو او دا مهال یې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۵۳۴ کسان مړه کړي‌او څه باندې ۱۱.۴ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

د دې ترڅنګ د امریکا په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې یې لوی او واړه کاروبارونه په ټپه ودرول او ډېر اقتصادي زیانونه یې واړول.

امریکا چین تورنوي چې د کروناویروس د وبا پر مهال هم هڅه کوي چې نورې سیمې په خپل قلمرو کې داخلې کړې، خو چین وايي ‌چې امریکا قصدآ خپلې بېړۍ د چین د جنوب سمندر ته نژدې کړي‌ دي.

خو د امریکا د دفاع وزارت پنټګان د دغو بېړیو د تمرین په اړه ویلي دي چې" د ټولو ملتونو د پرواز، سمندري تګ راتګ او نورو فعالیتونو د حقونو څخه، چې نړیوال قوانین یې اجازه ورکوي، ننګه کوي."

XS
SM
MD
LG