د لاس رسي وړ اتصالات

د چین یو ښار د "غیرقانوني مذهبي ډلو" د موندلو لپاره جایزه ټاکلې


د گوانگژو ښار پولیس
د گوانگژو ښار پولیس

د چین د واکمن کمونیست گوند د هڅو په دوام کې د یو جنوبي ښار مقاماتو د "غیرقانوني مذهبي ډلو" په اړه د اطلاعاتو د ترلاسه کولو په بدل کې نغدي جایزه ټاکلې ده.

د گوانگژو ښار د مذهبي او قومي چارو د ریاست په انټرنیټ پاڼه یوه اعلامیه خپره شوې او ویلي یې دي هغو کسانو ته چې د "بهرنیو غیرقانوني مذهبي ډلو" د غړو او مشرانو د موندلو او یا ددغو ډلو د جوړښت او د فعالیت د څرنگوالي په اړه موثق اطلاعات ورکړي او هغوی افشا کړي څه دپاسه لس زره ین (١٥ زره امریکایي ډالر) ورکول کیږي.

ددغې اعلامیې له مخې هغه معلوماتو ته هم جایزه ورکول کیږي چې د غیر قانوني مذهبي ډلو د راټولیدو ځای څرگند کړي او یا هم د هغو غونډو په اړه معلومات ورکړي چې هدف یې د "مذهبي سخت دریځۍ" غښتلي کول دي.

د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې چینایي مقاماتو د خپل دغه کار د وضاحت لپاره ویلي دي چې دغه پروگرام د غیر قانوني اعمالو د مخنیوي، د سخت دریځۍ د کابو کولو او د جرمونو د ځپلو لپاره یوه هڅه ده.

دغه پروگرام پداسې حال کې پلی کیږي چې د مذهبي لږکیو په وړاندې د چین د حکومت چلند باندې تل نړیوالو انتقادونه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مختلفو رپوټونو کې په چین کې د اجباري کار د کمپونو په اړه خبر ورکړی چې په کې په زرگونو اویغوریان، قزاقان او نور مسلمان اقلیتونه ساتل کیږي.

د چین دولت د مذهبي اقلیتونو سره د بد چلند ادعاوی رد کړي او ویلي یې دي چې د مذهبي اقلیتونو په وړاندې یې پروگرامونه د مذهبي سخت دریځۍ سره مبارزه ده.

XS
SM
MD
LG