د لاس رسي وړ اتصالات

قزاقستان د ایغور مسلمانانو د حقونو ملاتړی بندی کړ


قزاقستانی فعال سریکجان بیلاش
قزاقستانی فعال سریکجان بیلاش

یو مشهور قزاقستانی فعال سریکجان بیلاش چې د چین د اویغوریانو د حقونو دفاع یې کوله او د چینایي مسلمانانو ځپل یې غندل د قزاقستان په الماتا ښار کې نیول شوی دی.

د ښاغلي بیلاش میرمن لیلا عادلجان د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې میړه یې ورته د یکشنبې په سهار (مارچ۱۰) د یو پولیس له تیلیفونه زنگ وهلی او ویلي یې دي چې هغه بندي شوی او د قراقستان مرکز استانه بیول شوی دی.

میرمن عادلجان ویلي، له دې ډاریږي چې د قراقستان حکومت د هغې میړه چین ته ونه سپاري. ښاغلی بیلاش مدافع وکیل دی او میرمن یې وایي چې د هغه د وکالت دفتر هم پولیسو لټولی دی.

په چین کې څه دپاسه یو میلیون ایغوریان، قزاقان او نور نژادي اقلیتونه د اجباري کار کولو په کمپونو کې تر سختې څارنې لاندې دي چې دغې موضوع په نړیواله کچه غبرگونونه رامنځ ته کړي، خو د چین په گاونډي هیواد قزاقستان کې یوه حساسه مسله ده.

قزاقستان چې ١٨ میلیونه نفوس لري چین یې عمده تجارتي شریک دی او د قراقستان د دولت تر سخت کنترول لاندې میډیا په عمومي توگه د چین د اجباري کار ددغو کمپونو په هکله له رپوټ نه ډډه کوي.

په هغه ویدیو کې چې د یکشنبې په ورځ (مارچ ١٠) په انټرنیټ کې خپره شوې ښاغلي بیلاش ویلي چې د قراقستان پولیسو هغه "د نژادي توپیر په هڅولو" تورن کړی دی.

د ښاغلي بیلاش مدافع وکیلې ایمان عمروا ویلي چې "د بیلاش بندي کیدل "سیاسي انگیزه" لري او د هغې په ونیا د چینایي کمپونو پر ضد د هغه د فعالیت او پدغو کمپونو کې د توقیف شویو قزاقانو او نورو مسلمانانو څخه د هغه د ملاتړ سره تړاو لري.

د هغې په وینا د قراقستان حکومت نه غواړي چې د هیواد اړیکې یې د چین سره خرابې شي.

د قراقستان د بهرنیو چارو وزارت پدې هکله سمدستي څه ندي ویلي خو ددې وزارت یو مامور اسوشیتیدپرس ته په تیلیفون کې همدمره ویلي چې هغه په موفقتي توگه توقیف شوی دی.

ښاغلی بیلاش په څو وروستیو میاشتو کې د قراقستان د حکومت تر سخت فشار لاندې و. هغه تیره میاشت "د یو نا ثبت شوي غیر قانوني سازمان د مشرۍ" په جرم د ٢٥٢ زره ټنگې (۶۵۶ امریکایي ډالر) جریمه شو.

XS
SM
MD
LG