د لاس رسي وړ اتصالات

چین وایي زرګونه "تروریستان" یې نیولي


پر چین تور دی چې د اویغور مسلمانانو سره ناوړه چلند کوي
پر چین تور دی چې د اویغور مسلمانانو سره ناوړه چلند کوي

د چین په شین جیانګ ایالت کې چارواکي وایي له ۲۰۱۴ راهېسې یې شاوخوا ۱۳۰۰۰ "تروریستان" نیولي دي.

چین په یو تازه راپور کې د اویغور مسلمانانو د نیولو او هغوی ته د روزنیزو کمپونو د جوړولو په اړه د امریکا او ځينو نورو هېوادونو اندېښنو ته په ځواب کې دا معلومات خپاره کړي دي.

په راپور کې ویل شوي دي چې د "افراطیت" د مخنیوي قانون "مذهبي افراطیت" ځپلی او د خپرېدو مخه یې نیولې ده. راپور وايي د چین حکومت له ۲۰۱۴ راهېسې ۱۵۸۸ "تروریستي شبکې" ویجاړې کړي او ۱۲۹۹۵ "ترهګر" یې نیولي دي.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس چین ادعا کړې ده چې په دغې مودې کې یې په شین ژیانگ کې ۲۰۵۲ بېلابیل چاودېدونکې وسایل ضبط کړي او څه باندې ۳۰۰۰۰ کسان یې په شاوخوا ٥٠٠٠ "غیر قانوني مذهبي فعالیتونو" کې د لاس لرلو په تور نیولي او سزا ورکړل شوې ده. ددغو جرمونو په اړه ډیر لږ شواهد وړاندې شوي دي.

همدغه راز د راپور په اساس څه باندې ۳۰۰زره هغه "مذهبي ناقانونه تبلیغاتي" مواد/پاڼې یې هم نیولي دي چې عامو خلکو ته وېشل کېدل. دا راپور د دوشنبې په ورځ (مارچ ۱۸) خپور شوی.

پر چین تور دی چې د شین جیانګ په ایالت کې له اقلیت اویغور مسلمانانو سره ناوړه چلند کوي. د اویغور مسلمانانو د حقونو د ساتلو فعالان ادعا لري چې چین شاوخوا یو ملییون اویغور مسلمانان نیولي او د اجباري کارونو په کمپونو کې یې مېشت کړي دي. وايي چین په زوره مسلمانان له "دیني فعالیتونو او چارو" څخه را ګرځوي.

امریکا د اویغور مسلمانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده. خو چین وايي چې په دغو کمپونو کې مېشتو وګړو ته مسلکي روزنې ورکول کیږي او "خلک په خپله خوښه" ورځي.

مګر له دغو کمپونو څخه ځینې راوتلي اویغور مسلمانان وايي چې هلته "پرې فشار راوړل کیږي چې اسلام پرېږدي او د چین واکمن کمونیست ګوند سره بیعت وکړي".

تر دې مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې د چین حکومت اویغور مسلمانانو ته لارښونه کړې ده چې د ډوډۍ خوړل په "بسم الله" نه، بلکې د چین د ولسمشر په نوم پيل کړي.

همدغه راز دا هم مسلمانانو ته ښودل کیږي:"پر کمونیست ګوند باور ولرئ، یوازې کمونیست ګوند تاسو روښانه راتلونکې ته سیخوي".

XS
SM
MD
LG