د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او نورې نړۍ سره د افغانستان صادرات او واردات کم شوي


د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي، د تیرکال په پرتله سږکال د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري کمه شوې ده. د دغې خونې مرستیال وايي، د تیرکال په پرتله چین ته د صادراتو د کموالي ترڅنګ له دغه هیواد څخه افغانستان ته په وارداتو کې نږدې درې سوه میلیونه ډالره کموالی راغلی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، چې افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له امله د ټولې نړۍ سره او په ځانګړي ډول چین سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه کمه شوې ده.

ښاغلي الکوزي وویل: "سږکال زمونږ تجارت خصوصآ د اسد د میاشتې راپدیخوا د دنیا سره په مجموعي شکل باندې مشکلاتو سره مخاخ و، تاسو خبریاست چې د بانکونو مشکل و، د پیسو انتقال ډیر زیات مشکل و، اما بیا هم د چین سره زمونږ تجارت په ځانګړي ډول جلغوزه، وچه میوه، قالینې او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او تلک دي د چین سره د دې کال تر اخیره زمونږ صادارات ۵۱ میلیونه ډالرو وو".

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال وویل، تیر۲۰۲۰ میلادي کال کې افغانستان په مجموعي ډول د ۶۰ میلیونو ډالرو څخه زیات چین ته صادرات لرل، هغه زیاته کړه چې سږکال د چین څخه افغانستان ته وردارت هم د تیرکال په پرتله نږدې ۳۰ فیصده کم شوي دي.

ښاغلي الکوزي وویل: "تیر کال مو د چین څخه د یو ملیارد ډالرو په ارزښت باندې واردات لرل، چې سږکال چین سره زمونږ تجارت څه باندې اوه سوه میلیونه ډالرو ته رسیدلی دی".

چین د افغانستان د جلغوزو ستر بازار ګڼل کیږي او په تیرو دریو کلنو کې د هوايي دهلیزونو له لارې دغه هیواد ته زرګونه ټنه جلغوزي صادر شوي دي. په تیرو کلنو کې د هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هیوادونو ته د افغان سوداګرو له خوا د توکو په انتقال کې حکومت مرسته کوله.

خو سږکال افغان سوداګرو پخپله چین سره د هوايي دهلیز له لارې سوداګري پیل کړې ده، چې لا هم دوام لري.

د اقتصادي چارو یو کارپوه حکیم صدیقي په دې باور دي، چې چین کولی شي په افغانستان کې د افغان پانګوونکو سره ګډه پانګونه وکړي او په نړیوالو معیارونو د افغانستان د تولیداتو په چمتو کولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي صدیقي وویل: "د افغانستان د کانونو په ایستلو کې کولی شو د چین له ټکنالوزۍ څخه ګټه واخلو دا یو بهیر دی که مونږ وکړی شو، چې دا بهیر په بریالیتوب سره بشپړ کړو نور سترقدرتونه هم دې ته لیواله دي، چې په افغانستان کې د کانونو په سکټور کې او هم د تیلو او لیتم په برخو کې پانګونه وکړي".

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې چین لومړنی بهرنی هیواد و، چې د لوګر ولایت د عینکو مسو په کان کې یې پانګونه وکړه او د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په دوره کې یې د دغه کان څخه د مسو د ایستلو لپاره افغانستان سره یو تړون لاسلیک کړ، خو وروسته د یو لړ عواملو له امله د دغه کان د سپړلو کار پیل نشو. اوس د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، چې د دغه کان په اړه د چینايي چارواکو سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG