د لاس رسي وړ اتصالات

چین شمالي کوریا ته د خپلو تیلو صادرات محدودوي


د شمالي کوریا ٩٠ فیصده سوداگري د چین سره ده
د شمالي کوریا ٩٠ فیصده سوداگري د چین سره ده

چین د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په شمالي کوریا باندې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو د مراعت کولو لپاره هغه هیواد ته د تیلو صادات محدودي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د شمالي کوریا د میزایلو د پرله پسې ازموینو په غبرگون کې پر هغه هیواد باندې نوي بندیزونه لگولي چې په هغو کې د شمالي کوریا د اټومي پروگرام او د میزایلو د پرمختیا پروگرام شامل دی.

د چین د سوداگرۍ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې شمالي کوریا ته د پترولو صادرات به د اکتبر د لومړی نیټې نه په کال کې دوه میلیون بیرلو ته راټیټ کړای شي او زیاتوي چې د مایع طبیعي غازو صادرات به هغه هیواد ته سمدستي بند کړای شي.

بیجنگ به همداشان د شمالي کوریا نه د نساجي توکیو واردات سمدستي بند کړي. نساجي تولیدات د پیونگ یانگ د بهرنیو عایداتو وروستۍ عمده منبع ده چې د ملگرو ملتونو په بندیزونو کې شامله ده. چین همداشان د شمالي کوریا نه د ډبرو سکرو، اوسپنیزو فلزاتو، سمندري خوراکي توکیو او نورو شیانو اخیستل هم راکموي.

د شمالي کوریا ٩٠ فیصده سوداگري د چین سره ده او دغه ډول همکاري د پیونگ یانگ لپاره ډیره مهه ده. د ملگرو ملتونو وروستي بندیزونه پر دغه هیواد باندې فشار راوړي چې د اټومي وسلو او اوږد واټن ویشتونکو میزایلو پرمختیایي پروگرام ودروي.

چینایي مشرانو د اوږدې مودې راهیسې د شمالي کوریا ننگه کوله، خو په دې وروستیو کې د کیم جونگ اون د حکومت نه ناامیده شوی دی.

XS
SM
MD
LG