د لاس رسي وړ اتصالات

چین د افغانستان د سولې خبرو د کوربتوب غوښتنه کړې

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي

چین د افغانستان د سولې سره د مرستې او ددې هیواد د جګړې د پای ته رسیدو په خاطر خپلې دپلوماتیکې هڅې له سره پیل کوي او ویلي یې دي چې د سیالو ډلو کوربتوب ته تیار دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت د شورا له سلاکار حمدالله محب سره په تلیفوني خبرو کې ددغې په مطلب د څرګندولو په ترڅ کې د افغانستان د سولې په لرلید هم خبرې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي وانګ له خولې لیکلي: "چین تیار دی چې د افغانستان د مختلفو اړخونو ترمنځ مذاکرات او ددې جملې نه په چین کې د مذاکرې لپاره لازم شرایط برابر کړي."

پدې وروستیو ورځو کې د چین د بهرنیو چارو وزیر پر واشنګټن باندې د هغه په وینا "په بیړه د امریکایي ځواکونو په ایستلو" انتقاد کړی چې دغه اقدام د افغانستان د سولې بهیر کمزوری کوي او "د سیمې پر ثبات یې هم ناوړه اغیز کړی".

دغه لوړپوړي چینایي دپلومات د ښاغلي محب سره په خبرو کې خپلې نیوکې تکرار کړي، خو په افغانستان کې یې "د یو سوله ییز انتقال د پرمختیا لپاره" د سولې د بهیر پر پرمخ بیولو ټینګار کړی دی.

د ښاغلي اتمر سره په خبرو کې د چین د بهرنیو چارو وزیر د ښکیلو اړخونو څخه وغوښتل چې د سولې د مذاکراتو د پیل کولو لپاره "یو ښه چاپیریال" رامنځ ته کړي.

هغه زیاته کړه: "چین هیله من دی چې د افغانستان راتلونکي مشران د یو معتدل اسلام سیاست پرمخ بیوزي، د سولې بهرنی سیاست ترویج کړي، د ګاونډیو هیوادونو سره خپله دوستي وساتي او د تروریزم له ټولو ډولونو پر وړاندې مقابله وکړي."

بیجینګ تر ډیره حده اندیښمن دی چې د افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتل ښایي ددې سبب شي چې پدې هیواد کې ګډوډي رامنځ ته شي او افغانستان د اسلامپالو سخت دریځو په ځاله بدل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یو ټویټ کې لیکلي چې وانګ یي د افغانستان د امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره په تلیفوني مکالمه کې ویلي چې ته یوازېنۍ مناسبه حل‌ لاره د ښکیلو اړخونو ترمنځ سیاسي جوړجاړی دی."

افغانستان او چین دواړو ویلي چې تروریزم ګډ ګواښ ګڼي او دواړه هیوادونه باید پر وړاندې یې مبارزه وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG