د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن او قریشي د افغان سولې په اړه خبرې کړي


انتوني بلینکن او شاه محمود قریشي
انتوني بلینکن او شاه محمود قریشي

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ماښام مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) د افغان سولې بهیر په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دغه خبرې ګټورې بللي او زیاته کړې ده چې به دغه ټلیفوني اړیکه کې د تروریزم ضد مبارزه کې د پاکستان ژمنو کې د پرمختګ، د افغان سولې بهیره سره د همکارۍ او د سیمې له ثبات څخه د ملاتړ په اړه بحثونه وشول.

ښاغلي بلینکن زیاته کړې: "زه له یو بل سره د ګډو همکاریو دوام ته منتظر یم."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي چې هیواد یې د افغان سولې بهیر څخه ملاتړ کوي.

هغه په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "موږ په افغانستان کې یو سوله ییز سیاسي هواري ته رسېدو باندې معتقد یو، دا په افغانستان کې د ټولو لورو او همدارنګه د نړیوالو او سیمې چې ګټې یې پکې دي ګډ مسؤلیت دی."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر دې مخکې پاکستان ته په خطاب کې ویلي وو که چیري د غه هیواد د جګړې دوام انتخاب کړي، مرکزي اسیا ته به ونه رسیږي.

ولسمشر تر دې مخکې له وسله والو طالبانو څخه هم غوښتي وو چې له پاکستان سره خپلې اړیکې قطعه کړي.

پر همدې مهال د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سادات منصور نادري هم پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیلېدو سره د سولې خبرو حرکت کې هم د پام وړ تغیر راغلی دی.

هغه ویلي چې دوامداره جګړه او د افغانانو د وینې تویېول د منلو نه دي او باید ودرول شي.

نادري د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرو پر پیلېدو باندې ټینګار کړی دی.

ټاکل شوې د دواړو لورو ترمنځ د سولې خبرې له سره پيل شي، خو کره نېټه یې نه ده معلومه.

XS
SM
MD
LG