د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له چین او عربستان سره اړیکې پخوي


عمران خان د سه شنبې په ورځ چین ته ولاړ
عمران خان د سه شنبې په ورځ چین ته ولاړ

د پاکستان صدراعظم وايي په هرحال کې له عربستان سره ولاړ دی، او د پوځ مشر بیا له چین سره پر اړیکو ټینګار کړی.

د پاکستان پوځي او سیاسي مشران دا اونۍ له دوو مهمو سیمیزو هیوادنو سره د اړیکو د لاځواکمنولو په موخه وتلي دي.

صدراعظم عمران خان په خپل لمړني بهرني سفر کې ریاض تللی او ویلي چې پاکستان په هرحال کې له عربستان سره ولاړ دی. له العربیه ټلویزون سره په مرکه کې ښاغلی خان ویلي "سعودي عربستان له پاکستان سره د اړتیا په مهال مرسته کړی ده."

ښاغلی خان چې د سه شنبې په ورځ ریاض ته ورسید هڅه کوي چې لدغه شتمن شاهي هیواد نه پور واخلي. پاکستان له شاوخوا دوو کالو راهیسې له سخت مالي کړکیچ سره لاس او ګریوان دی.

بل لور ته د پاکستان د پوځ مشر، قمر باجوه، د چین پلازمینې بیژنګ ته تللې. چینايي چارواکو ویلي چې پوځي اړیکې د بیجینګ-اسلام اباد د اړیکو بنسټ جوړوي.

رویټرز خبري آژانس لیکلي چې د چین د پوځي چارو د کمیسیون مرستیال ژانګ یوکشیا همدغه راز ویلي دي چې د دواړو هېوادونو پوځ باید په ګډو همکاریو او د یو بل د ګټو په خوندي ساتلو فکر وکړي.

پاکستاني چارواکي پداسې حال کې له چین او عربستان سره د اړیکو د لاپیاوړتیا په هڅو کې دي چې له امریکا سره یې اړیکې سړې او له اعتماد تشې دي.

امریکا پر پاکستان خپلې نږدې ټولې ملکي او پوځي مرستې بندې کړي او پر اسلام آباد يې فشار اچولی چې پخپله خاوره کې د ترهګرو ډلو او طالبانو د ملاتړ ټغر ټول کړي.

پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کوي چې دوې له ترهګرو سره جنګیږي خو امریکا يې په ناحقه په افغانستان کې د خپلې ناکامې تګلارې له کبله ګرم بولي.

XS
SM
MD
LG