د لاس رسي وړ اتصالات

باجوه: په پاکستان کې دیموکراسي قوي شویده


د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي په دغه ملک کې دیموکراسي د وخت سره قوي شویده.

جنرال قمر باجوه د یکشنبې په ورځ د پاکستان د ولسمشر عارف علوي د ولسمشرۍ د دندې د لوړې د مراسمو په مهال خبریالانو ته په یوې وینا کې وویل چې په دغه ملک کې د وخت د تیریدو سره دیموکراسي قوي شویده.

د لوړې مراسم د پاکستان د دولتي ټلویژن برسیره شخصي چیلنونو هم په مستقیمه توگه خپاره کړه.

ښاغلي باجوه په خپلې وینا کې وویل چې دیموکراتیکې ادارې ډیر ژر قوي شویدي او په راتلونکې کې به دا نورې هم ښه شي. هغه زیاته کړه، "دا د پاکستان د دیموکراسۍ لپاره یوه ډیره مهمه ورځ ده".

د پاکستان د تحریک انصاف گوند مخکښ غړی عارف علوي د یکشنبې په ورځ یعني د سپتمبر په نهمه نیټه د پاکستان د دیارلسم ولسمشر په توگه لوړه وکړه.

د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې د پاکستان د پوځ د مشر علاوه صدراعظم عمران خان، د سترې محکمې قاضي القضا او نورو لوړپوړو چارواکو گډون کړی و.

پدغه مهال د سعودي عربستان او چین استاځې هم موجود و.

XS
SM
MD
LG