د لاس رسي وړ اتصالات

چین وايي امریکا دې د پاکستان درناوی وکړي


چین او پاکستان پخپل منځ کې پراخې سوداګریزې اړیکې لري
چین او پاکستان پخپل منځ کې پراخې سوداګریزې اړیکې لري

پداسې حال کې چې واشنګټن پر اسلام آباد فشار اچولی چې له ترهګرو او وسله والو اورپکو ډلو سره خپلې اړیکې وشلولي، بیجنګ د پاکستان ننګه کړې او وايي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې امریکا باید د پاکستان درناوی وکړي.

د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند، ګینګ شوانګ، د پنجشنبې په ورځ وويل "پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې په لمړۍ کرښه کې دی او له کلونو راهیسې يې د ترهګرۍ په ځپلو کې سترې هڅې کړي او پراخې قربانۍ یې ګاللي دي".

د رویترز خبري آژانس په حواله، ښاغلي شوانګ دغه راز وویل "نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ په ضد د پاکستان د هلوځلو پوره پوهاوی ولري".

د پاکستان په پلوي د چین دا سیاست ښایي افغانستان لپاره ناهیلی کوونکی وي. ولسمشر محمد اشرف غني په وارو ویلي چې پاکستان د افغانستان په ضد په نااعلان شوې جګړې بوخت دی او پدې لړ کې وسله وال طالبان او نور ترهګر د لاسپوڅو په توګه کاروي.

خو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د باندنیو چارو وزیر د دغه هیواد د سنا یوې غونډې ته وویل چې هیواد یې خپل پخوانی نفوذ پر افغان طالبانو تر ډیرې کچې له لاسه ورکړی او دا مهال د سیمې نور هیوادونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

که څه هم د افغان حکومت د سیمې لپاره د امریکايي ولسمشر د نوې تګلارې هرکلی کړی، خو داسي بریښي چې د چین په ګډون د سیمې یو شمېر هیوادونه د دې تګلارې په هکله ډیر خوشبینه ندي. تیره اونۍ د ایران د پوځ لوی درستیز خبرداری ورکړ چې که امریکا پر ایران بندیزونه ډیر کړي او له اټمي تړون نه په شا شي، نو په سیمه کښې به یې پوځي اډې خوندي پاتې نشي. افغان او امریکايي چارواکو روسیه هم تورنه کړې چې په غیرمستقیم ډول له طالب جنګیالیو ملاتړ کوي – مسکو دغه تور بې بنسټه بولي.

XS
SM
MD
LG