د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ چین د انهوي په ایالت کې ۱.۷ میلیون خلک قرنطین کړي 


د جدي‌د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو لړ اقدمات پیل کړي
د جدي‌د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو لړ اقدمات پیل کړي

د چین د انهوي په ایالت کې د کرونا ویروس ۳۰۰ تازه پېښې ثبتې شوې دي او له دغو پېښو وروسته حکومت د دغه ښار ۱.۷ میلیون اوسېدونکو ته لارښوونه کړې ده چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او بهر ونه وځي.

د چین حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات پیل کړي چې د هغو سیمو د خلکو، چې دا ویروس په کې خپور شي، قرنطین کول او د کووید۱۹ ضد واکسین سراسري کمپاین په کې شامل دي.

د چین حکومت د دغه ایالت د دوو ناحیو، سیشان او لینګبي، ۱.۷ میلیون اوسېدونکو ته ویلي دي‌ چې یوازې هغه وخت له کورونو څخه وتلای شي چې د کرونا ویروس معایناتو نتیجه یې منفي راووځي.

د چین حکومت تر دې مخکې د شانهګای او بیجینګ ښارونو کې هم په ډله ایز ډول د خلکو د قرنطین کولو امر کړی و. د چین دولتي تلویزیون د سیشان ښار تصویرونه خپاره کړي‌ چې سړکونه یې تش ښکاري او خلک لیدل کېږي چې د کروناویروس د معایناتو د مرکزونو مخې ته په کتارونو کې ولاړ دي.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون وایي یوازې د دوشنبې په ورځ هلته د کرونا ویروس ۲۸۷ مثبتې پېښې ثبتې شوي‌ او مسئولین وایي چې په دغې ډلې کې ۲۵۸ یې د کرونا ناروغۍ هېڅ ډول علایم نلري.

د انهوي والي وانګ کېنګشیان اړوند مسئولین هڅولي دي چې د کروناویروس ضد پروګرامونه دې جدي او ژر پلي کړي، د تازه پېښو راپورونه دې ورکړي‌ او په دغه ویروس اخته کسان دې قرنطین کړي.

د دغه ایالت په ګاونډ کې په بل ایالت جیانګسو کې هم چارواکو نن دوشنبه جولاۍ څلورمه (چنګاښ ۱۳) د کروناویروس د ۵۶ تازه پېښو خبر ورکړی دی.

په انټرنټ کې خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې د دغه ایالت د ووکسي په ښار کې سلګونه کسان، چې محافظتي آبې رنګه جامې یې په تن دي، موټرونه ته منتظر ولاړ دي‌ چې د قرنطین مرکزونو ته یې انتقال کړي.

د چین نفوس ته په کتو د کرونا ویروس د وروستیو پېښو شمېر کم بلل کېږي،‌ خو بیا هم د دغه هېواد حکومت هڅه کوي چې د دغه ویروس له کبله د یو بل ممکنه ناورین د پېښېدو مخه ونیسي.

د چین په لویو تجارتي‌ ښارونو کې د کرونا له کبله لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو د دغه هېواد اقتصاد ته هم لوی زیان اړولی دی.

XS
SM
MD
LG