د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې ۶۰ کاله وروسته په لومړي ځل نفوس کم شوی


په چین کې تېر کال کم انسانان زېږېدلي
په چین کې تېر کال کم انسانان زېږېدلي

د احصایي ادارې نن سه شنبه جنوري ۱۷ (مرغومې۲۷) تازه شمېر اعلان کړی چې په کې ښودل کېږي په چین کې په ۲۰۲۲ کال کې ۹.۵۶ میلیون ماشومان زېږېدلي دي.

خو په همدې کال کې بیا په چین کې ۱۰.۴۱ میلیون نور انسانان مړه شوي ‌زېږون کم او مړینه زیاته وه ۸۵۰۰۰۰ انسان کم او نفوس یې کم شوی دی.

دا له ۱۹۵۰کالونو راهېسې لومړی ځل دی چې په چین کې انسانان کم تولد کېږي خو برعکس، بیا زیات مړه شوي دي. په هغو کالونو کې د چین بنسټګر ماو زیدونګ اقتصادي تجربو په هېواد کې د لویې قحطۍ لامل شوې چې میلیونونه انسانان مړه شول.

په چین کې د ماشومانو د کم تولد علت د دغه هېواد د حکومت هغه تګلاره بلل کېږي چې په اساس یې کورنۍ له یو ماشوم څخه زیات نشي لرلالی، خو چین په ۲۰۱۶ کال کې دا تګلاره نرمه کړه او کورنۍ یې وهڅولې چې ماشومان وزېږوي، ان نقدې جایزې هم ورکوي.

خو په چین کې د قیمتۍ او ګرانۍ له کبله اکثریت خلک،‌ چې نوي یې ودونه کړي ‌دي، یا یو ماشوم غوره ګڼي او یا هېڅ ماشومان نه زېږوي.

چین ۱.۴۱ میلیارد نفوس لري.

کارپوهان وايی چې په چین کې د انسانانو د تولید کموالی به دا هېواد د ځوانو کارکوونکو له کموالي ‌سره مخامخ کړي چې اقتصادي ماشین یې چلوي.

XS
SM
MD
LG