د لاس رسي وړ اتصالات

راپور: د چین له لوري‌ د اویغور د نفوس کنترول "نسل‌ وژنه" وه 


چین تورن دی چې د اویغور نسل وژنه یې کړې ده
چین تورن دی چې د اویغور نسل وژنه یې کړې ده

په برېتانیا کې مېشت تحقیقاتي پلاوی، چې د چین په شین ژیانګ کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې ادعاوې څېړې، وايي چې د چین حکومت د اویغور د تولداتو او جمعیت په کنترولولو سره «نسل وژنه» کړې ده.

نهه وکیلان او د بشري‌ حقونو کارپوهان په دغه پلاوي کې دي. دوی نن پنجشنبه ډسمبر نهمه (لېندۍ ۱۸) وویل چې له قربانیانو څخه یې د شکنجې، جنسي تېري او غیر انساني چال چلند د ادعاو له اورېدو وروسته دې نتیجې ته ورسېدل.

دا پلاوی د اویغور د نړیوالې ګنګرې په غوښتنه جوړ شوی دی. دغه ګنګره چې په نړۍ کې د جلا وطنو اویغوریانو تر ټولو لویه مدافع ټولنه بلل کېږي، د چین په شین ژیانګ کې له اویغوریانو سره د حکومت د بد چال چلند په ضد غږ اوچتوي او لابي کوي.

بیجینګ دغه پلاوی چې له هېڅ حکومت سره تړاو نلري، د چین د بدنامولو وسیله بللې او د دغه پلاوي په مشر یې بندیزلګولی دی.

پلاوي په ۶۳ مخونو کې یو راپور خپور کړی او ویلي دي چې په چین کې د اویغور د ډله ایزې وژنې، چې د نړیوالو قوانینو په اساس د نسل وژنې لومړی رکن بلل کیږي، شواهد ثبت شوي دي. په راپور کې ټېنګار شوی چې د چین کمونیست ګوند د «اویغور د مسلمان اقلیت د عمده برخې د محوه کولو» هوډ درلوده چې د پلاوي په باور «نسل وژنه» بلل کېږي.

راپور وايي چې د چین کمونیست ګوند د اویغور مسلمانانو د جمیعت د کمولو لپاره یو لړ تدابیر نیولي چې اجباري خصي کول، په جبري ډول د زېږون کمول او سقط جنین په کې شامل دي. راپور وايي‌ چې په دې اساس به د اویغور اینده نسل لږ او کم وي.

د پلاوي‌ مشري جفرينایسد ملګرو ملتونو د جنګي جرایمو پخوانی محقق دی، هغه او د پلاوي نورو غړي منلې ده چې په دغه راپور کې د چین د حکومت او کمونیست ګوند مخالفانو ګواهي ورکړې ده.

په دغه راپور همدغه راز په دې اړه د مستقلو مستندو پلټنو او د بشري حقونو د سازمانونو له زرګونو راپورونو څخه هم د سرچېنې په توګه استفاده شوې ده.

د پلاوي‌ د راپور نتیجه دا ده چې چین څه باندې یو میلیون اویغور مسلمانان له کوم دلیل پرته نیولي‌ او له هغوی سره ظالمانه چلند کوي چې بندي کول، اجباري انتقال، ورک کول، تجازو او جنسي‌ تیري، تحقیقات او دا ډول نور کارونه په کې شامل دي.

په راپور کې د چین ولسمشر شي جینپینګ او نورو لوړ پوړي چارواکي د دغو اعمالیو لومړي مسئولین یاد کړي‌دي.

له اویغوریانو سره د چین د بد چلند راپورونو او ادعاو له یو شمېر هېوادونو سره د بیجینګ روابط هم خراب کړي‌ دي.

په تازه اقداماتو کې امریکا، استرالیا، برېتانیا، کاناډا او لیتوانیا د فبروري په میاشت کې په چین کې د اولمپیکي سیالیو سره دپلوماتیک پرېکو او بایکاټ اعلان کړی دی.د دغو هېوادونو چارواکي به د دغو سیالیو په مراسمو کې ګډون نکوي خو لوبغاړي په یې ورځي.

XS
SM
MD
LG