د لاس رسي وړ اتصالات

د چین ولسمشر د کروناویروس له خپرېدو وروسته په لومړي ځل منځنۍ اسیا ته ځي


د اوزبیکستان د سمرقند ښار یوه لرغونې ودانۍ
د اوزبیکستان د سمرقند ښار یوه لرغونې ودانۍ

د چین ولسمشر شي جینپینګ په روانه اونۍ کې قزاقستان او اوزبیکستان ته رسمي سفر کوي. بیجینګ وایي دا د کروناوبا د خپریدو راهیسې بهر ته د ښاغلي شي لومړنی سفر دی.

روسیې لا دمخه تیره اونۍ اعلان کړی و چې د چین ولسمشر به په ازبیکستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري. دا پداسې حال کې دي چې مسکو د اوکراین د جګړې پر سر د لویدیځ د بیساري بندیزونو په وجه هڅه کوي د بیجینګ سره اړیکې غښتلې کړي.

بیجینګ د دوشنبې په ورځ د اوزبیکستان په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ښاغلي شي ګډون تائید کړل.

د فرانس پرس اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په اساس رپوټ ورکړی چې د چین ولسمشر به د چهارشنبې څخه تر جمعې ورځې پورې د ولسمشر قاسم جمرت توکایف او ولسمشر شوکت میرزایف په بلنه «قزاقستان او اوزبیکستان ته دولتي سفر» وکړي.

د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې چین، روسیه، هند، پاکستان او همداشان د منځنۍ اسیا هیوادونه قراقستان، قرغزستان، اوزبیکستان او تاجیکستان غړیتوب لري.

په تیرو کلونو کې افغانستان هم ددغه سازمان غونډو ته وربلل شوی و.

په سمرقند کې د وریښمو د لرغونې لارې دغه غونډه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو وشي.


پوتین او شي د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین باندې د روسي ځواکونو له یرغل څخه څو ورځې مخکې د ژمني اولمپیک د لوبو په ترڅ کې په بیجینګ کې سره کتلي وو.

بیجینګ تر اوسه په اوکراین کې د روسیې مداخله نده غندلې او برعکس یې کیف ته د لویدیځو هیوادونو د مرستو او وسلو ورکولو په غندلو سره د مسکو دپلوماتیک ملاتړ کړی دی.

د هند حکومت د یکشنبې په ورځ وویل چې ددې هیواد صدراعظم نریندرا مودي به هم د سمرقند په غونډه کې برخه واخلي، خو دا یې ندي ویلي چې ایا ښاغلی مودي به د پوتین او شي سره دوه اړخیزې خبرې وکړي که نه.

د چین سره د هند اړیکې په ۲۰۲۰ کال کې د هیمالیا د سرحدي شخړې په وجه خړې پړې دي چې په کې لږ تر لږه ۲۰ هندي او څلور چینایي پوځیان ووژل شول. مودي او شي د ۲۰۱۹ کال راهیسې سره دوه اړخیزې خبرې ندي کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط فرانس پرس اژانس ته ویلي چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف به هم چې د اپریل په میاشت کې یې د چارو واګې ترلاسه کړي پدې غونډه کې ګډون وکړي.

چین او پاکستان نژدې اقتصادي متحدین دي خو پدې وروستیو کې یې اړیکې په پاکستان کې د چین د سترې پروژې په وړاندې د پاکستاني جلاغوښتونکو د بریدونو په وجه خنډنۍ شوي دي.

XS
SM
MD
LG