د لاس رسي وړ اتصالات

د هانگ کانگ احتجاج کوونکو ته د سزا ورکولو خبرداری


چین د هانگ کانگ هغو مظاهره چیانو ته کلک خبرداری ورکړیدی چې د تیرو دوو میاشتو نه د دیموکراسۍ په پلوۍ احتجاجونه کوي. چین وایي چې هغوي به ډیر ژر دغه احتجاج کوونکو ته سزا ورکړي.

د هانگ کانگ د کابینې لپاره د چین ویاند یانگ گوانگ وایي چې بیجنگ به د مظاهره چیانو خلاف سخت اقدامات وکړي او د هغوي سره د هغوي د سیاسي اصلاحاتو د غوښتنې په سر د خبرو هیڅ نیت نه لري.

هغه وویل: "مونږ څو جنایتکاران او تشدد پارونکي کسان او د هغوي په شا ولاړ ناپاکه قدرتونو ته دا څرگنده پیغام ورکوو چې څوک د اور سره لوبیږي نو اور به یې وسوځوي او ورک به شي. چیرته دا فکر و نه کړئ چې مونږ ضعیفه یو."

گوانگ خبرداری ورکړ چې ډیر ژر به مسولو کسانو ته سزا ورکړي. په هانگ کانگ کې د دغه مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ پرله پسې نښتې شویدي.​

چین تر اوسه پورې د هانگ کانگ د مظاهرچیانو ضد عملیات نه دي کړي خو په دولتي رسنیو کې ورته جنایتکاران او د نورو ملکونو جاسوسان بلل کیږي.

د بریتانیا او چین ترمنځ د تریاکو له جگړې وروسته په ١٨۴٣ کال کې هانگ کانگ د بریتانیا مستعمره شو او دغه مستعمره د ١٩٩٧ کال د جولاۍ په میاشت کې د بریتانیا له خوا د یو لړ خاصو شرایطو په پام کې نیولو سره بیرته چین ته ورکړل شوه.​

XS
SM
MD
LG