د لاس رسي وړ اتصالات

چین: امریکا د چین جنوبي سمندر په مسائیلو کې د مداخلې حق نه لري


د چین په جنوبي سمندر کې د فیلیپین سمندري ځواکونه
د چین په جنوبي سمندر کې د فیلیپین سمندري ځواکونه

چین د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په هغو څرګندونو تند غبرګون ښودلی دی چې وايي که په لانجمنو اوبو کې په فیلیپین باندې وسله وال برید وشو، واشنګټن د هغه هېواد د دفاع لپاره په خپلو ژمنو ولاړ دی.

انتوني بلینکن دا څرګندونې فیلیپین ته د خپل سفر په مهال کړې دي. بلینکن اسیا ته په لنډ سفر تللی چې په سیمه کې د چین په ضد خپلو ایتلافیانو ته بیا د امریکا د همکارۍ ډاډ ورکړي.

انتوني بلینکن له خپل فیلیپيني سیال اینریک مانالو سره په یو ګډ خبري‌ کنفرانس کې وویل: «د اوبو دا لارې د فیلیپین لپاره، د فیلیپین د امنیت لپاره او د اقتصاد لپاره یې مهمې دي. دا لارې د سیمې، متحدو ایالتونو او نړۍ د ګټو لپاره هم حیاتي‌ دي.»

هغه زیاته کړه: «له همدې کبله موږ د فیلیپین تر څنګ ولاړ یو او د دوه اړخیز دفاع تړون په اساس خپلو دفاعي اوسپنیزو تعهداتو ته ژمن یو.»

خو چین د بلینکن دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي‌ دي چې متحده ایالتونه د چین جنوبي سمندر کې د مداخلې «حق نه» لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان یو خبري کنفرانس ته وویل: «متحده ایالتونه د چین د جنوبي سمندر د قضیې اړخ نه دی او حق نه لري چې د چین او فیلیپین ترمنځ د اوبو په مسائیلو کې مداخله وکړي.»

نوموړي زیاته کړه: «د متحدو ایالتونو او فیلیپین ترمنځ همکاري باید د چین حاکمیت او د چین په جنوبي سمندر کې د اوبو حقونو او ګټو ته زیان ونه رسوي او د فیلیپین غیر قانوني‌ ادعاو ته د چوکاټ برابرولو لپاره کم کار وشي.»

هغه وویل چې چین به د خپل حق او ګټو لپاره هڅې روانې ساتي.

بیجینګ ادعا لري چې د چین ټول جنوبي سمندرګی یې خپل دی. دا د نړیوال تجارت لاره ده. چین همدغه راز په دغه سمندرګي کې د فیلیپین په ګډون د سویل ختیځې اسیا د ډېرو هېوادونو او ملتونو د حق ادعا او نړیوال دریځ، چې د چین دا ادعا بې اساسه بولي، ردوي.

بلینکن د فیلیپین له ولسمشر مارکوس سره په ملاقات کې وویل چې د دواړو هېوادونو روابط «تر تېږې هم کلک» او د ولسمشر جو بایډن «لومړیتوب» دی.

امریکا او فیلیپین په ۱۹۵۱ کال کې دفاع تړون لاسلیک کړی دی چې امریکا په کې د خپلو ایتلافیانو دفاع ته ژمنه ده. امریکايي مقامات تل دا خبره کوي چې د همدغه تړون په اساس به امریکا د فیلیپین دفاع کوي که یې په کښتیو، الوتکو، وسله وال پوځ او‌ ساحل ساتونکو باندې «وسله وال برید» وشو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG