د لاس رسي وړ اتصالات

چین او طالبان له یو بل څخه ناخوښ او مایوس دي-کارپوهان


د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته تللی و

یو شمېر کارپوهان وايي‌ چې د جولاۍ په ۲۸ نېټه د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي ترمنځ ملاقات په ځینو مهمو مسائيلو متمرکز وو او اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د نا رضایتۍ او مایوسیت څخه یو کال پوره شو.

د تېرکال د اګست په ۱۵ نېټه چې کله طالبانو واک ترلاسه کړ،‌ چین له خپل لویدیځ ګاونډي [افغانستان] سره د اقتصادي همکاریو ژمنه وکړه او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د اویغور جنګیالیو په ضد اقدامات وکړي چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي. مګر داسې ښکاري چې یو اړخ هم لا د بل اړخ غوښتنه پوره کړې نه ده.

څه موده مخکې د اوزبیکستان په مرکز تاشکند کې د افغانستان په اړه غونډه وه، په دغې غونډې کې ښاغلي وانګ له ښاغلي متقي سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان په توکو باندې به ۹۸سلنه تعارفه کموي، افغانانو ته به د اګست په لومړۍ نېټه د ویزو ورکول بیا پیلوي او د پاکستان بحري لارو ته د رسېدو لپاره به په افغانستان کې د زیربنايي پروژو ننګه کوي.

د امریکا د پیټرسبرګ پوهنتون د حکومتولۍ او بازارموندنې د مرکز مشره جینفر بریک مرتضاشویلي وايي چې د دغو ټولو اقداماتو هدف دا دی چې افغانستان د چین دوست وي او دا چې طالبان باید پوه شي چې د چین قوي وسیله اقتصاد دی.

هغې وویل: «دا واقعبینانه نه دي مګر دا خبرې د چین لپاره ډېرې ارزانې تمامېږي.»

ځینو شننونکو اټکل کاوه چې ممکن چین په افغانستان کې د امریکا هغه خلا ډکه کړي چې له وتلو وروسته پیدا شوې او په افغانستان کې خپل حضور نور هم زیات کړي، خو داسې ونشول.

د چین امنیتي اندېښنې

څو ورځې مخکې د امریکا بې پيلوټه الوتکې په کابل کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري وواژه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې طالبانو« د القاعده مشر ته پناه ورکړې وه او کوربانه یې» وو.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي وو چې د طالبانو تر واک او واکمنۍ لاندې افغانستان کې د القاعده ډلې د تګ راتګ ازادي پيدا کړې ده.

په واشنګټن ډي سي کې د ویلسن د تحقیقاتي‌ مرکز د جنوبي اسیا د برخې مرستیال مایکل کوګلمن وايي: «د طالبانو له راتګ وروسته،‌ د افغانستان په اړه د چین چال چلند تر ډېره هماغسې دی څنګه چې د طالبانو تر راتګ مخکې و: یو محتاطانه تعامل. بیجینګ امنیتي‌اندېښنه لري او په ځانګړي ډول د تروریزم خطر.»

د جولاۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي وو چې د افغانستان د بغلان په ولایت کې د ترکستان اسلامي غورځنګ ځان ته بیا مرکز جوړ کړی دی.

دا غورځنګ له چین څخه د تعبید کړل شویو اویغوریانو له لورې جوړ شوی دی. ښايي‌ د امنیت شورا دا راپور د چین اندېښنه نوره هم زیاته کړې وي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي دي :«دغې ډلې د افغانستان په بدخشان کې خپل مرکزونه بیا قوي کړي، د خپلو عملیاتو سیمې یې پراخې کړې او وسلې یې پیرلي او د تروریستي فعالیتونو په هدف خپله وړتیا لوړوي.»

راپور وايی دا ډله،‌ چې چین یې د لیرې ترکستان اسلامي غورځنګ بولي، په افغانستان کې سلګونه جنګیالي لري. امریکا په ۲۰۲۰ کې دا ډله د ترهګرو له لست څخه واېستله خو لا هم د ملګرو ملتونو د ترهګرو په لست کې شته.

په واشنګټن ډي سي کې د بروکېنګز انستیتوت یوه کارپوهه واندا فیلباب-براون وايي چې چین په افغانستان کې د اویغور جنګیالیو د دوامدار حضور په اړه پاریدلی دی او څو ځلې یې له کابل سره خبرې وکړې چې طالبانو ته ووايي د اویغور جنګیالي چین ته وسباري.

نوموړي وویل داسې راپورونه هم شته چې له سوریې څخه هم ځینې اویغور جنګیالي د طالبانو له راتګ وروسته افغانستان ته تللي دي.

هغه وايي چې «موږ نه وایو چې زرګونه کسان به تللي‌ وي، خو تاسو پوهېږئ چې لسګونه او سلګونه» به وي.

نوموړی وايي د اویغور جنګیالیو په اړه د طالبانو تګلاره هماغه ده چې د نورو بهرنیو جنګیالیو په اړه یې لري.

ښاغلي فیلباب-براون زیاته کړه: «هغوی [طالبان] نه مني چې اویغور جنګیالي دې هلته وي او د نویو ورتګ هم نه مني. خو هغوی [طالبان] هماغه خبره چې موږ ته کوي، چینایانو ته یې هم کوي چې اجازه به ورنکړي له افغانستان څخه په چین باندې برید وشي.»

د امیرخان متقي او وانګ ترمنځ له ملاقات وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلي وانګ ویلي دي: «چین هیله لري چې افغانستان وکولای شي یو پراخ او همه شمول حکومت جوړ کړي، معتدل او محتاطانه حکومتولي اعمال کړي، داخلي ثبات وساتي او نړیواله ورورولي‌ درک کړي د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون د ټولو ترهګرو ځواکونو د ځپلو لپاره قاطع اقدامات وکړي.»

ناخوښي او مایوسي

کوګلمن وویل چې په افغانستان کې د چین د لا زیاتې ښکیلتیا لپاره به لوبه هله بدله شي چې طالبان په ډاګه کړي چې دوی د هغو ترهګرو ډلو د مخنیوي لپاره واضح ګامونه پورته کوي چې چین ګواښي، په ځانګړې توګه د اسلامي دولت (داعش) ډلې او د اویغور وسله والو کوچنیو ډلو په وړاندې اقدامات.

هغه وويل: "خو تر دې دمه طالبانو دا کار نه دی کړی او دا په دې معنی دي چې په افغانستان کې به د چين شتون نسبتاً محدود وي."

فیلباب-براون بیا وایي، د طالبانو له واکمنۍ راهیسې چین او طالبان له یو بل څخه ناخوښ او مایوسه شوي دي.

هغې امریکا غږ ته وویل: «که څه هم طالبان پوهېدل چې چین به د پانګونې د سرچینې په توګه او د بهرنیو مرستو په برخه کې د متحده ایالاتو ځای ونه نیسي، خو دوی هیله من وو چې تر هغه به ډیر څه ترلاسه کړي چې ترلاسه کړي یې دي.» هغه زیاته کړه: «د چین اقتصادي حضور له هغه څه چې طالبانو یې غوښتل او هیله یې درلوده خورا ټیټ دی.»

چین د واخان دهلیز په نوم په یوې تنګې غرنۍ سیمې کې له افغانستان سره ګډه پوله لري چې د سینکیانګ د اویغور خودمختاره سیمې سره نښلوي؛ هغه سیمه چې بیجنګ په کې پراخه کچه د اویغور مسلمانانو او نور ترکي نژاده مسلمانانو په وړاندې د بشري حقونو په سرغړونو تورن دی.

خو بیجینګ هر ډول غلطې کړنې ردوي او وايي چې په سینکیانګ کې یې پالیسي د ترهګرۍ، افراطیت او بېلتونپالنې پر ضد ده.

مرتضاشویلي وایي، د طالبانو له واکمن کیدو راهیسې په افغانستان کې د بیجینګ ستراتیژي د طالبانو سره تعامل او د ثبات د ودې لپاره د نوي افغان حکومت هڅول دي.

مرتضاشویلي امریکا غږ ته وویل: "دا [چین] هیله لري چې له طالبانو سره د اړیکو په عادي کولو سره به (که څه هم په رسميت پیژندلو څخه یې ډډه کوي)، وکولی شي چې همکاري او یو ډول ثبات رامنځته کړي."

مرتضاشویلي وویل، پر ثبات سربېره چین د افغانستان له طبیعي زېرمو سره هم لېوالتیا لري: "خو د دې منابعو د کیندلو او ترویج کولو وړتیا خورا اوږده لاره په مخ کې لري - ځکه چې دا ډول لویې پانګونې د بیجنګ لپاره لا خطرناکې دي."

XS
SM
MD
LG